جمعه, مې 17, 2024
Homeجنرال وزیريانتقاد نه- اصلاح

انتقاد نه- اصلاح

لیکوال: جنرال دولت وزیري

له دې ليکني زما موخه پر هیچا انتقاد نه دی، یواږې زما نظر دی

لومړی – زه نه غواړم د ځینو په څير په هر څه کې نظر ورکړم او ځان د ټولو علومو جميع الکمالات وښیم، خو په نظامي برخه کې زما حق دی چې نظر ورکړم، ځکه ما ټول ژوند په نظامي برخه کې تیر کړی او په نظامي برخه کې مې تر ماستری پوری تعلیم کړی دی.

دویم – په هیواد کې سخته جګړه او دښمن مو غواړي چې زموږ هويت له ریښې څخه ورک کړي. له دې کبله په کار ده چې د وسله وال پوځ مسلکی توب او روزنې ته ډیره پاملرنه وشي.

دریم – ښاغلی جمهور رئیس محمد اشرف غني ته به اړینه نه وي، چې کله د اور کم، کله د مدافعې، کله د فعالې مدافعې او کله د تعرض فرمانونه ورکړي.

دا سمه ده چې ښاغلی ولسمشر د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان دی، خو دغه د وسله والو ځواکونو دنده ده چې ټول وخت د خپلو خلکو امنيت وساتي، که په مدافعه کيږي، يا د دوی په اصطلاح په فعاله مدافعه او یا که په تعرض کیږي.

څلورم – په ښکاره خو د کوم بهرني هیواد سره جګړه نه ده چې ښاغلی جمهور رئیس د وسله والو ځواکونو د هر عمل له پاره فرمان ورکړي. د دې کار له پاره دې په بشپړه توګه ستر درستيز ته صلاحيت ورکړي او د جګړې پلان، او د جګړې مخکې وړل دې د ملکي کسانو له منګولو واخلي او نظامي با تجربه نطاميانو ته دې په لاس ورکړي. د اردو ملکي برخه دې یواځې د اردو اکمالاتو، تجهيز او ښوونې روزنې ته پام واړوي.

پنځم – اړینه ده چې جګړه له کلاسيک شکل څخه افغاني شکل ته واوړي. د جګړې افغاني شکل د هیواد په ګټه، لګښت او تلفات يې هم کم دي.

شپږم – ټول لګښت دې پر کشف او استخباراتو را ټول شي، په داسې جګړو کی یوازې کشف او استخبارات د بریالیتوب تضمین کولای شي.

اوم – زه د دې له پاره په دې ټینګار نه کوم چې زه متقاعد یم او ووایم چې متقاعدینو ته دې پاملرنه وشي.
زه په باور وایم چې متقاعدین په کلکه د نظام پلویان دي، دولت کولای شي چې د دوی څخه په کشف او استخباراتو برخه کې ګټه پورته شي.

که چیرې زه واک ولرم د کابل ښار هره کوڅه یوه یا دوه تنو متقاعدو افسرانو ته ور سپارم او ټولې امنيتي چارې يې البته د استخباراتو سره په هماهنګی له دوی څخه غواړم.

پوښتنه به وشي چې دومره لګښت له کومه کیږي، زه په ډاګه وايم چې د یوه ځانمرګی برید زیان او د يوې لوا په چوکاټ کې د نظامي عملیاتو تر سره کولو لګښت د دې ټولو ځواب وايي.

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب