پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهنبیل: پاکستان د تل لپاره افغانستان په اور کې سېځل غواړي

نبیل: پاکستان د تل لپاره افغانستان په اور کې سېځل غواړي

تاند، جمعه، د جوزا ۱۶مه: افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په تازه څرګندونو کې ویلي چې د پنجابي کرنل امام د ستراتیژۍ له مخې باید افغانستان تل په اور کې وسوځول شي.

نوموړي دا خبرې پر خپل رسمي ټویټر لیکلي دي: ((زما ګران، باتور، مجاهد او د سترګو تور ولسه! د پاکستاني جنرال اختر عبدالرحمن د ستراتیژۍ له مخې افغانستان باید د اسلام او جهاد په نوم تل په اور کې وسوزي؛ تر پېړیو باید همدلته اسلام په خطر کې معرفي شي، د ټولې نړۍ شر خوښي د اسلام د دفاع تر عنوان لاندې همدې خاورې ته راشي.))

هغه د وسله په لاس کې افغان ماشومانو له انځورونو سره دا خبرې ټویټ کړې دي او زیاته کړې یې ده چې یوازینۍ لار یې یووالی دی او پر اساس یې کیدای شي چې له اوسني سخت حالت ووځي.

نوموړي پر ټولو افغانانو د یوه موټی کیدو غږ کړی دی.

هغه ویلي: ((له دې ټولو شومو موخو د خلاصون یوازینۍ لاره زموږ یووالی او یو بل ته لاس ورکول دي، موږ باید په واحده بڼه ددې خاورې د اصلي څښتن په توګه عمل وکړو او له دې پرته به تېرې تجربې بیا راباندې تکراریږي. افغان طالبان هم بايد ددې خاورې د وګړو په توګه د نورو په دسيسو پوه شي.))

نوموړي په اوس وخت کې د افغانستان ژغورل د لومړیتوب په توګه یاد کړي دي خو د مبارزې د بڼې د تغیر غږ یې هم کړی دی: ((قضاوت بيا د تاريخ کار دی؛ خو اوس د افغانستان ژغورل لومړيتوب دي. که موږ با ثباته سولې ته رسیدل، د خپلو ماشومانو د اوسني حالت بدلون او بیا د تېرو څلویښت کلونو تجربو تکرار نه غواړو نو د مبارزې بڼه باید تغیر کړو.))

رحمت الله نبیل چې تیرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم و، اوس تر ډیره پر ټویټر فعال وي او پر افغان حکومت سربیره پر پاکستان هم سختې نیوکې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب