شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهقانعد پاکستان نیابتي جګړه او پښتانه/ عصمت قانع

د پاکستان نیابتي جګړه او پښتانه/ عصمت قانع

د پاکستان پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف یو ځل بیا د پاکستان د پوځي حاکمیت مافي الضمیر په ښکاره الفاظو کې بیان کړ.

مشرف وویل، چې که هند د پاکستان ضد افغانستان جوړوي، ��و دوی به پښتانه د خپلو نیابتي او نماینده لښکرو په توګه د پنجاب د ګټو لپاره وجنګوي.

د پرویز مشرف وینا په اصل کې د پښتنو په موجودیت، ملي بقا، ملي هویت او د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د یوه دوه پنځوس ملیوني توکم په حیثیت او وقار پورې د مولاجټ د فلم د بدماشانو خندا وه او دا خندا یې د هغو ډوډۍ غپو تش په نامه ملایانو د رسوا لوبې په وسیله نوره هم ګړندۍ کړې ده چې نه قام لري، نه مقام، نه ولس لري، نه ادرس، نه د دین عظمت پېژني او نه د مذهب قدسیت ته ژمن دي.

یو ځل انګریزانو پړی په کې واچولو او د هند د نیمې وچې ستر اسلامي اُمت یې د یوه بې دینه پارسي سیکولر په وسیله پرې ووېشتلو او بیا یې پاکستان د مذهب د ناوړه تعبیر او تفسیر په یوه داسې چټل امبار باندې بدل کړ، چې تر اوسه پورې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سرطاني غُدې داسې تراړه ده، چې هم د هند په نیمه وچه کې او هم په افغانستان کې یوازې او یوازې د بدامنۍ د تبې لپاره کار ورکوي.

کله چې اماني نهضت په سیمه کې د پښتنو د قبایلي وروسته پاتې والي پر خلاف د پښتنو د مدني خوځوښت لپاره په ملي مبارزه لاس پورې کړ، نو هم د هند په نیمه وچه کې مذهب د غلط تعبیر په وجه د انګریزانو په لمسون د پښتنو د نجات پرضد په ناځوانۍ سره وکارول شو او د افغاني اقلیتونو شورش او بغاوت په نتیجه کې د انګریزي دم او چوپ ښکار شوی یرغل د کابل د سقوط لپاره په ناځوانۍ سره استعمال شو، د دغه استعمال اصلي علت د مرتجعو مذهبي کړیو او انګریزي شیطانانو ترمنځ ناځوانمردانه رابطه وه.

کله چې د پاکستان دسیسه عملي شوه، نو هم د پښتون ناسیونالېزم پر ضد پاکستان د یوه ښکاره مورچل په توګه توظیف شو.

د ایپي فقیر، ملا پونده او نورو پښتنو مشرانو هڅې د خپلواکۍ لپاره په هماغه انګریزي ډانګ ووهل شوې او د پاکستان له جوړښت سره جوخت د پښتنو مشرانو پښو او لاسو ته ولچکونه او زولنې ور ولوېدې.

پاچا خان د خپل ژوندانه څه کم نیمایي برخه د پنجاب په جیلونو کې تېره کړه، خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی هم د پنجاب د زندانونو زینت شو.

قلندر مومند، هوتي خان، د اپریدو، شینوارو، بنګښو، اورکزیو، ساپیانو، کاسیانو، کاکړانو، مریاڼو، دفتاڼو، نیازو او ټولو پښتنو قبایلو سپین ږیري او مشران د پاکستان د زندانونو بېګناه زندانیان وو. ګناه یې داوه چې د انګریزي استعمار حرامي اولاد پاکستان یې د خپلو مبارزو لپاره خنډ بللو.

که په منځني ختیځ کې د اسرائیلو وجود د عربو د دښمنۍ لپاره وو، همدارنګه په جنوبي اسیا کې د پاکستان وجود د بښتنو د دښمنې لپاره اجاره دار او ټیکه دار وو او تر نن پورې پاکستان د پښتون دښمنۍ بدنامه پروژه او دسیسه ده.

د پاکستان له جوړېدو څخه تر نن ورځې پورې پاکستان د لرو او بر افغان وطن د ژوند او وجود قسم خوړلی دښمن دی او دغه دښمني په تېرو اته شپېتو کالونو کې په ټول آب او تاب سره روانه ده او نه تم کېږي، ځکه چې پاکستان د پښتنو پرضد د انګریزي انتقام مورچل دی.

مشرف ملامت نه دی چې د پښتنو په خاوره کې د جګړې د دوام لپاره هند ته ګواښ کوي، ځکه پوهېږي چې د پاکستان د وجود د مرګ اعلان به د خېبر او سپین غر له څوکو کېږي او د هند په زړه کې ښخه چاړه به د پښتنو په زیږو خپړو بېرته را اېستل کېږي.

کله چې بنګالیانو د شیخ مجیب په رهبرۍ د پاکستان دوه ملتي نظریه د هند په سمندر کې ډوبه کړه، نو پاکستان هڅه وکړه چې په کابل کې د پاکستان لپاره د مسلمانۍ د خواخوږۍ چیغه د افغاني اقلیتونو له حنجرې راوباسي.

د نجراب حبیب الرحمن او د بدخشان برهان الدین رباني یې وهڅول چې د پاکستان د ماتم ژړاګانې سر کړي. حبیب الرحمن د کابل په پولتخنیک کې یوې مظاهرې ته په وینا کې وویل، چې بنګالیانو اسلام تقسیم کړ او برهان الدین رباني په یوه مقاله کې ولیکل، چې پښتانه هم د بنګالیانو پر نقش قدم روان دي او د بلوڅو د بېلتون مبارزه د افغانستان په لمسون روانه ده، دا هغه وخت وو چې بنګال له پاکستان څخه جلا شوی وو.

کله چې پر افغانستان روسانو یرغل وکړ، همدا پاکستان وو چې د افغانانو د مقاومت خصلت یې د خپلې همیانۍ د ډکولو لپاره په تجارت بدل کړ.

د افغانستان جهادي زعامت یې تقسیم کړ او د اسلام د وسط دین د بدنامۍ لپاره یې د افراطیت او بنسټ پالنې لپاره د عربو پطرولي پانګه استعمال کړه.

د افراطیت او تشدد خپرولو لپاره یې له هر یهود او هر نصارا څخه پانګه ترلاسه کړه او بالاخره له افغانستان سره پرته د قبایلو اوږده تراټه یې د جګړې او بې ثباتۍ پر نړیواله جبهه باندې خرڅه کړه.

په سیمه کې اوسنی ناورین د پاکستان د هغه اجیر او مزدور رول زېږنده ده، کوم رول چې د پښتنو د دښمنۍ لپاره ډيزاین شوي وو او پاکستان صرف د یوه اجیر او زر خرید غلام په توګه رول ترسره کړ.

د ملي روغې جوړې لپاره د افغاني اقلیتونو په لاس د ډاکتر نجیب الله د ستراتیژیک سیاست ناکامي هم د پاکستان د پلان په وسیله تحقق وموند.

مسکو ته د برهان الدین رباني لېږل او له کي جي بي سره جوخت د پښتنو پرضد د جګړې د دوام دسیسه د پاکستان او روسانو ګډه پروژه وه او بالاخره په اریانا چوک کې د نجیب راځړول د پښتون غرور زیندۍ کول وو.

دا سمه ده چې طالبان پښتانه دي او د پاکستان لپاره جنګېږي، خو د دوی دغه جګړه د پښتنو د تعلیم، پیشرفت، پرمختګ، اقتصاد، رفاه، امن او ثبات پرضد ده.

په دغه جګړه کې افغاني اقلیتونه د پښتنو پرضد لمسول کېږي او هڅه روانه ده چې متحد افغان ملت چې پنځه زره کاله کېږي په همدغه جغرافیایي موقعیت کې هستوګن دي، سره وشیندي او له منځه یې یوسي.

دا پښتانه نه دي چې په سیمه کې به د پاکستان په نیابت جګړه وکړي، بلکې همدا پښتانه دي چې په تېرو ۳۵ کالو کې په سیمه کې د پاکستان لخوا ترسره شوې دښمني به بې ځوابه پرې نه ږدي. پاکستان د پښتنو له انتقام سره مخامخ دی، نه د پښتنو له انعام سره، پښتانه خپله توئ شوې وینه نه بښي.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې

4 COMMENTS

  1. . عصمت قانع صاحب كه اجازه راكري ستا دواقيعتونو دكي ليكني به اره يو خه أظافه كرم.تاسي دخبلي ليكني به يو قسمت كي داسي ليكلي.
    مسكوتة دبرهان الدين رباني ليكل او له ( كي،جي،بي)سره جوخت دبشتنو بر ضد دجكري دوام دسيسه لا دباكستان او روسانو كده بر وزه وه او بالاخره دار يانا به جوك كي دنجيب را خورل دبشتون غرور زيندي كول وو.
    ستا دسبينو او واقعي خبرو به هكله زما ديو خداي بخشلي ملكري دستركو حال جه ماته بيان كري ستاد ثبوت دباره وراندي كوم.
    وأروه او ولوله.
    د ١٣٥٧ كال دثور دتحول به دوهمه وه او كه دريمه ورخ دشوروي اتحاد سفير تركي صاحب ته مراجعه وكره او ورته ءي وويل جه
    رباني،سياف،او حبيب الرحمن در خخه ضائع نه شي
    تركي صاحب به خواب كي ورته وويل جه دا زما كارنه دي دا دملت دوكرو كار دي جه هر تصميم نيسي وبه ءي نيسي.
    –رباني فرار كري وو، حبيب الرحمن دد أودّبه وخت كي له منخه تلي وو يوازي سياف بندي وو.داجه خلكو حفيظ الله امين تومتي كوو جه سياف دامين له خوا جه دخبل وي اريكي درلوده زوندي وساتل شو نه خير دا دروسانو شخص او هغو وساته..نو روسانو به رباني داده وه او اطمئنان ءي درلوده جه مسكو ته وغوشت.

  2. وایم قانع صاحب ستا له ګوتو د سروزرو مرغلری اوریدلی دی.
    هیله ده چی دا ښکلی مطلب هر افغان او هر پښتون چی د نړۍ په هر ګوټ کی وی ولولی ترڅو خپل دوست او دښمن ښه وپيژنی. او له ملګرو نه هیله کوم چی پورتنی مطلب د پښتو ټولو سایتونو ته ورسوی او نشر یی کړی. ترڅو د زړو غوایانو « پرویز بیشرف» او « ډرتاج بګیل» خوبونه چی لا هم کنجاړی په خوب وینی نوری هم رسوا کړی او د زړه په سترګو ورته ځواب ووایی.

  3. مونږ خو چه په یوتیوب که د طالبانو خبری اورو نو دوی خو د پاکستان په ضد هم خبری کوی ، د مولنا فضل الرحمن په ضد هم ، د یاسر په نامه یو ځوک دی دا سړی خو د پاکستان د منافعو خلاف هم تبلیغات کوی ، دا نو بیا ځنګه؟ الله ښه پوهیژی- مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب