جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیابلاربښت ضدي واړه چیپونه/ ډاکټر ظهیر

بلاربښت ضدي واړه چیپونه/ ډاکټر ظهیر

اټکل کېږي چې په کال ۲۰۱۸ کې به بلاربښت ضدې (ضد حاملګي) وړې ټوټې یا چیپونه باراز ته راشي. دا چیپونه تر پوستکي لاندې ځای پر ځای کېږي؛ چې د «پروجیسټین» هورمون د ځوښ «ترشح» په مټه به تر ۱۶ کالو د بلاربښت مخنیوی کولای شي او له لېرې څخه د غیرفعالېدو وړتیا هم لري.

د مایکروسافټ شرکت مشر؛ بېل ګېټس پر یادو وړو برېښیزو ټوټو یا مېکروچیپونو د پراخو څېړنو ټتر ډبولی او کابو پنځه میلونه ډالره یې پرې لګولي دي.
یادې وړې ټوټې د مخ پر وده هېوادونو لپاره، چې ټولې ښځې یې د بلاربښت ضد ګولیو ته لاسرسی نه لري؛ په پام کې نیول شوې دي. څېړونکي هیله‌من دي چې په لوېدیځ که به هم ډېری مېرمنې له دې وړو ټوټو (مایکروچیپس) څخه ګټه واخلي.

دا وړې ټوټې (مایکروچیپس) چې دوه سانتي مټره دي، په پوستکي کې د دوو سانټي مټرو په ژوروالي ځای پر ځای کېږي، ترڅو په ټاکل شوي وخت کې ټاکلې اندازه پروجیسټین هورمون (د پروجیسټرون تجارتي بڼه) وځوښي؛ د ماساچوسیټ ایالت د کمبرېج پوهنتون یوې ډلې څېړونکو جوړې کړې. پروجیسټین هورمون په بلاربښت ضدو ګولیو او هغو اوزارو کې چې د ځېلانځې دننه ایښودل کېږي، کارول کېږي ترڅو یې د ځوښ په مټه هګۍ له منځه ولاړه او د القاح مخه ډب شي.

د بلاربښت ضد وړو ټوټو (مایکروچیپس) په وړو وړو تشیالو کې چې له ټیټان او پلاټینو جوړ دي؛ ټاکل شوې اندازه پروجیسټین او یوه کوچنې بېټرۍ ایښودل شوې او د ځانګړې ټیکنالوژۍ په مټه د بېټرۍ برېښنايز جریان د مایکروچیپ د ننه لېږدېږي چې همدا جریان له ټیټانو او پلاټینو جوړ واړه کورګي ویلوي او په دې توګه  په مناسب وخت کې ټاکل شوي پروجیسټین آزادېږي.

په دې چارډول کې موږ کولای شو هغه اندازه هورمون چې د هګۍ د تخریب لپاره بسنده دي؛ په کره توګه وټاکو او په مېرمنو کې د پروجیسټین اړخیزې بدې پایلې«جانبي عواریض» هم کم کړو.، خو په بلاربښت ضد ګولیو او ځېلانځ د ننه اوزارو کې خبره داسې نه ده، یانې موږ تل نه شو کولای چې د بلاربښت د مخنیوی لپاره دې کره او خوندي اندازه هورمون ولرو.

د دې مایکروچیپونو بل ښه‌والی دا دی چې د اوږمهال لپاره اغېزناک دي او بله دا چې که مېرمن وغواړي بچی راوړي؛ نو له لېرې څخه یې غیرفعالولی هم شي.

تر اوسه بلاربښت ضدي ټوټې (مایکروچیپس) پر اتو ښځو ازمویل شوې او دا لړۍ روانه ده چې په ۲۰۱۶ کال کې به پر ډېرو مېرمنو وازمایل شي او په ۲۰۱۸ کال کې به بازار ته وړاندې شي.

د مایکروچیپونو بیه مالومه نه ده، خو څېړونکي خوښ دي چې تر بلاربښت ضدو ګولیو او تر د ځېلانځ دننه اوزارو به ارزانه وي.

څېړونکي دا هم وايي چې که د دوی دې کار ښې پایلې ولرلې، نو دا تخنیک به د نورو ناروغیو په درملنه، په ځانګړې توګه د خوږې ناروغۍ (شکر) پر ناروغانو هم پلی کړي.

1 COMMENT

  1. که دا بلاربښت ته کوم بل ټکی لکه امېدواري وکاروئ ډېر به ښه وي. تر دې لږ په پرده کې دی. بلاربښت د مشرقي خوا ته د غواګانو له پاره کارول کیږي او د خویندو، میندو او مېرمنو له پاره یې کارول راته یو ډول سپکاوی ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب