Homeنندارتونولسمشر له هېوادوالو وغوښتل چې افغاني تولیدات واخلي

ولسمشر له هېوادوالو وغوښتل چې افغاني تولیدات واخلي

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د الکوزي د مشروباتو د تولید فابریکې ته لاړ او د کورنیو تولیداتو د تشویق لپاره یې فابریکه او د هغې کارکوونکي ولیدل.

ده د فابریکې بېلابېلې برخې ولیدې او ویې ویل چې دلته د دې لپاره راغلی چې افغاني تولیدات وهحوي. ده له هېوادوالو وغوښتل چې د خپل هېواد له محصولاتو څخه استفاده وکړي.

1 1 1 1 1 1 1ولسمشر غني زیاته کړه، که څه هم د شپې لخوا د چارو د څېړنې لپاره بېلابېلې سیمې ویني خو نن شپه د نورو شپو په توپير د یوې فابریکې لیدلو ته راغلی دی چې د افغانانو لخوا جوړه شوې او افغاني محصولات په کې توليديږي.

محمد اشرف غني یاده فابریکه، د افغانستان د راتلونکي لپاره پانګونه وبلله او د الکوزي د فابريکې له څېښتن څخه يې له دې کبله مننه وکړه چې په حساسو شرایطو کې يې په خپل هېواد کې پانګونه کړې ده.

په دې فابریکه کې، چې د پيپسي توليدوي، درې سوه ملیون ډالره پانګونه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...