یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeفلسفهفلسفه څه ته وايي؟ / اسدالله غضنفر

فلسفه څه ته وايي؟ / اسدالله غضنفر

د بشر معرفت له لویه سره په څلورو څانګو وېشلای شو: یو دین دی چې بنیاد یې په وحي ولاړ دی. بل فلسفي معرفت دی چې بنیاد یې په تعقل ولاړ دی. ساینسي معرفت تر ډېره حده په تجربه او هنري معرفت په احساساتو باندې زیاته تکیه لري. شکسپیر یوه ډرامه لیکلې ده چې ( اتللو) نومېږي. د دې ډرامې موضوع په مینه کې خیانت او حسادت دی. مونږ چې د حسادت په موضوع باندې د اخلاقو په فلسفه کېبحث کوو، بحث مو کلي او عمومي وي، د خاص کس له حسادت سره سروکار نه لرو خو د شکسپیر د ډرامې موضوع حسادت نه بلکې د اتللو حسادت دی. هنر چې تر ډېره حده حسي معرفت دی، له جزییاتو سره سروکار لري او فلسفي معرفت چې د تعقل پیداوار دی، له کلیاتو سره تعلق نیسي. ساینس د تجربې بچی دی. د دې لپاره چې دا ثابته شي چې د اوبو مالیکول له یوه اتم اکسیجن او دوه اتومو هایدروجن څخه رغېدلی دی، استدلال نه بلکې تجربه پکار ده.


تر دې ځایه مونږ د معرفت د لویو څانګو تفاوت ته خورا مختصره اشاره وکړه خو دغه تفاوتونه دومره هم اسانه نه دي. هر هنري اثر تعقل غواړي او شاعر یا لیکوال ډېر ځله تجربې ته ضرورت لري. علمي کشف که هر څو له تجربې زېږي خو منطق او تعقل او استدلال ته هم پکې اړتیا ده. 


د فلسفې تر ګردو لویه ځانګړنه دا ده چې له منطقي استدلاله پکې استفاده کېږي. له منطقي استدلاله مو مطلب دا دی چې استدلال نور ډولونه هم لري. مثلا هنري استدلال. د دولسمې هجري پېړۍ شاعر معزالله مومند وایي:


سرټیټی له سرکشۍ سره لازم وي
که یقین نه کړې لږ وګوره مینا ته


له مینا څخه دلته منظور صراحي ده چې هسکه غاړه لري او شاعر یې همدا هسکه غاړه سرکشي بللې ده. له بلې خوا له صراحي څخه د اوبو یا نورو مایعاتو د را اخیستلو لپاره پکار ده چې د هغې سر ټیټ شي. شاعر له دغه حالته د انسان په ژوند او اخلاقو کې د مثال استفاده کړې ده خو دا مثال او دا استدلال هنري او تشبیهي دی، نه منطقي. 


له منطقي استدلاله یوازې په فلسفه کې نه بلکې د معرفت په نورو ساحو کې هم استفاده کېږي. د دې لپاره چې د فلسفې حدود یو څه نور هم مشخص شي نو وبه وایو چې فلسفه د منطقي استدلال په مټ هرې پوښتنې ته نه بلکې ځینو پوښتنو ته د ځواب ورکولو کوښښ کوي. فلسفه له هغو پوښتنو سره سروکار لري چې زموږ له ژوند او وجود سره یې تړاو دی.

د ژوند مطلب مو څه دی؟ ایا جهان خالق لري که یې نه لري؟ زموږ کومې چارې اخلاقي دي او کومې نه دي؟ ایا موږ واقعا ژوندي یو او که ژوند د خوب و خیال غوندې یو شی دی؟ علم څه دی؟ هنر څه دی؟ ښکلا څه ده؟ د وګړي او ټولنې رابطه باید څنګه وي؟ مساوات څه ته وايي؟ ازادي څه ده؟ څومره ازادي راته لازمه ده؟ موږ یوازې مادي بدن یو که روح هم لرو؟ مونږ تر کومه حده په خپلو حواسو، خپلو تجربو او خپل عقل باندې باور کولای شو؟ د دارنګه پوښتنو یو خصوصیت دا دی چې له ژوند سره یې تعلق دی او اساسي پوښتنې دي. بله دا چې اکثره یې له داسې مسایلو سره تړاو لري چې زموږ په ګومان مونږ ورته ځوابونه لرو خو چې غور ورباندې وکړو بیا له ډېرو شکونو او اختلافونو سره مخ کېږو. د دغو پوښتنو او موضوعاتو یو بله ځانګړنه دا ده چې تر ډېره حده به د استدلال له لارې ځواب ورته مومو، نه د تجربې له لارې. مثلا دا موضوع تجربه کولای نه شو چې د انسان د ژوند مقصد څه دی خو منطقي بحث ورباندې کېدای شي. مونږ په دې باره کې هم منطقي استدلال ته اړتیا لرو چې کومې چارې مو اخلاقي دي او کومې نه دي؟ ایا په اخلاقي لحاظ دا سمه ده چې همېشه رښتیا ووایم او که د مصلحت په خاطر کله نا کله دروغ هم جایز دي؟ 


فلسفه په دې ارزي چې ولوستل شي، ځکه دا به بې انصافي وي چې ژوند کوو خو غور ورباندې نه کوو.

3 COMMENTS

  1. غضنفر صيب سلامونه!
    هيله ده چې روغ اوسئ. مضمون مې په مينه وکوت، خو کاشکې پر فلسفه په تفصيل سره ګړېدلي وئ، ما ته خو خو ډېر نيمګړی ښکاره شو.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب