پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهسږ کال به په فراه کې ۶۸۹ زره ټنه هندواڼې وشي

سږ کال به په فراه کې ۶۸۹ زره ټنه هندواڼې وشي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲مه: د کرنې وزارت وایي، سږکال به په فراه ولایت کې د هندواڼو حاصلات ۶۸۹ زره ټنو ته ورسېږي چې د تېر کال په پرتله به صفر اعشاریه ۶ سلنه زیات وي.

دغه وزارت نن دوشنبه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې سږ کال په فراه کې ۱۹ زره ۱۵۰ هکټاره ځمکه باندې هندواڼې کرل شوې دي حال دا چې تیر کال دا اندازه ۱۸ زره او ۴۷ هکټاره وه او ۶۵۰ زره ټنه حاصلات یې ورکړي وو.

د کرنې وزارت ویلي، پشت رود ، خاک سفید ، بالابلوک ، بکواخ ، شیبکوه ، پشت کوه ولسوالۍ او مرکز هغه سیمې دي چې هندواڼې زیاتې پکې کرل کیږي.
بلخوا د فراه د کرنې رییس عبدالمنان متین وایي، سږ کال د هندواڼو حاصل صفر اعشاریه ۶ سلنه زیات دی او دوی د حاصلاتو د ضایع کیدو د مخنیوي لپاره تدابیر هم نیولي دي

ښاغلي متین زیاته کړه: “د هندواڼو د سوداګرو د اتحادیې رامینځته کول ، د حاصلاتو د فصل په جریان کې د هندواڼې په وارداتو د تعرفې د لوړولو لپاره د کمیټې رامینځته کول هغه اقدامات دي چې سږکال د هندواڼو د حاصلاتو د تلف کیدو د مخنیوي لپاره مو پورته کړي دي.

پروسږکال د هیواد په بازارونو کې د ټیټ قیمت له امله ، په فراه کې تولید شوې هندواڼې خرابې او خوسا شوې.

3 COMMENTS

  1. که اروپایی او عربي هېوادونو ته د دغو هندواڼو د حاصلاتو د لېږلو امکانات وي ، باید همدا اوس لارې چارې ولټول شي .

  2. که کوم سرمایه لرونکی تجار وکولای شی د هندوانو نه د هندوانی جیوس تولید کړی۰
    یعنی د هندوانی نه د جیوس جوړولو فابریکه جوړه کړی دیر عاید به ولری۰
    د جنسی قوی د زیاتیدو موثر مواد دی د ویاګرا معادل تاثیر لری۰
    داکتران باید مریضانو ته هندوانه توصیه کړی۰
    چارواکی باید دهندوانو و خرڅلاو لپاره په داخل او خارج بازار و مومی۰
    مننه

  3. آیا وزارت زراعت کوم پلان او لارښوونه نلری چی کوم ولایت کی څه او څومره وکرل شی؟
    د یو ولایت او په ټوله کی د افغانستان ضرورت څومره دی ؟
    د یو ولایت د ضرورت نه اضافه ،داخل او خارج ته د استولو لپاره د بزګرو سره څنګه مرسته کیدای شی؟
    ترڅود دغه مظلوم او فقیر دهقان حاصلات ضایع نشی او یا حاصل یی تر مصارفو زیات او ژوند وکړی شی.
    د پلان د نشتوالی له کبله کله د شمال خربوزی او کله هم د فراه هندوانی د انتقال کرایه نشی پوره کولی اوبزګر غمجن خپل بچو ته ورګرځی ،ځکه د کال حاصل یی همدا وو
    دغه کار نه تخصص غواړی،نه انګلیسی ؛ خو با ایمانه شپږم پاس چی د فاسد حاکم یا ملک مرداره ډوډی یی نه وی خوړلی اوپوه شی چی خادم یم نه غل یا د ملت دښمن .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب