یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاایا غواړې چې واده وکړې؟/ عبدالرحمن ګرین

ایا غواړې چې واده وکړې؟/ عبدالرحمن ګرین

ژباړه: محمد خالد ملکزی

په ژوند کې پرخپل بښونکي او لورونکي خدای تعالی باندی ویسا او باور د انسان دبري تر ټولو ستر راز دی، او هر هغه څوک چې پر خپل خالق تعالی باندې په بشپړې داډمنۍ سره توکل وکړي،نو هغه د بشر د ټولو ستونزو د حلولو ضامن او ورته کافي دی.

که غواړې چې د یوې میرمنې سره واده وکړی،یا هم غواړې چې د یو ځوان سره واده وکړی،نو خپله مطالبه او غوښتنه دی د خپل بښونکي پروردګارڅخه وغواړه،په لوی الله تعالی باندی قسم چې هغه به تا هیڅکله هم نـــه نــاأمیده کوي.

که دې نیت روغ وي نو یوه ريښتیني پاک لمنه مېرمن به دې په برخه شي،او که نیت دی سم وي نو معلومه ده چې د یوښه خاوند څخه به برخمنه شی، او داسې یوه سالمه کورنۍ به دی په برخه شي چې له کبله به ئېی ستاسې عاطفي لوږه به له منځه ولاړه شي.

ما ته دا مهمه نه ده چې لوی څښتن تعالی تاسې دواړه څه ډول یو د بل ته رسوي،او څه ډول یو دبل سره خپل شریک ژوند پیلوۍ،خو لوی الله تعالی حتما ستاسې دا خوبونه ريښتیني کوي،دا ځکه هر کله چې پروردګار د یو کار د سر ته رسولو هوډ وکړي،بیا خپل هوډ تر سره کوي. دا هم مهمه نه ده چې ستا کورنۍ څه ډول دود او کلتور لري،او یا ستا دمېرمنې کورنۍ د کوم ځای څخه ده.

لوی څښتن تعالی خو هره ورځ ستا سره د لیدنې کتنی لپاره یو وخت ټاکلی دی،دشپې په دریمه برخه کې ستا پروردګار دویم آسمان ته راځي،او فرمائي(( هل من مستغفر أستغفر له ))؟

آیا د بښنې غوښتونکۍ څوک شته چې ورته بښنه وکړم؟ آیا څوک توبه ویستونکۍ شته چې توبه ئې قبوله کړم ؟

آیا داسې څوک اړ او محتاج شته چې ګردې اړتیاوې ئې ورته پوره کړم؟

ملک الملوک ( د پادشاهانو پادشاه) د شپې په دریمه برخه کې راځي او ستا څخه پوښتنه کوي چې : آیا داسې څه شته چې ته ئې وغواړی؟

زمونږ او ستاسې د پلرونو زړونه د خو رحمان خدای د ګوتو په منځ ( منګولو کې) پراته دي،ستا بې سارې لورونکی او بښونکې خدای تعالی کولای شي د والدینو په زړه کې ستا د راتلونکې میرمنې مینه او لیوالتیا پیدا کړي، تر منځ به ئې ګرانښت او درنښت زیات شي،خو که د ازدواج نیت دې سپېڅلی وي، دا ددې لپاره چې د واده څخه هدف دا دی چې ته دې له خپلې مېرمنې سره یو ځای شی او دهغې په مرسته جنت ته ولاړ شی، ،نو لوی پروردګار به درته د واده اسباب او لګښتونه برابر کړي.

خوږ پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي دي (( د لوی الله عزوجل رحمت د مور له رحمت څخه چې د خپل اولاد په اړه ئې لري زیات دی )).

هر کله چې ته د مغفرت لپې پورته کوی،نو آیا ته داسې فکر کوی چې ستا پروردګار به ستا دعاوې نه قبلوي ؟

ضرور به ئې لوی خدای درته قبلوي، آیا ته داسې انګېرې چې ستا په سر ارحم الراحمین ذات به ستا ژړا او فریاد نه اوري ؟ ستا زاریو ته به لبیک نه وائي ؟

پاک لمنه مېرمن د لوی خالق تعالی یو بې ساری نعمت دی ،نو که  غواړی چې همداسې یوه میرمن دې د ژوند ملګرې شي چې دهغې په مرسته د جنت خاوندشی،نو لوی پروردګار به هیڅکله هم تا ناأمیده نه کړي، او دا په دنیا کې زمونږ د ټولو ستونزو ځواب دی.

نو راځۍ ! خپل لوی پروردګار ته مخ وروګرځوؤ، دشپې په دریمه برخه کې راپاڅیږو، او خپل غفار او مقتدر خدای ته لاس په دعاء شو، تر څو مو ټولی دنیوي ستونزې هواری کړي.

ګرانو لوستونکو ! په ننیو ځوانانو کې یو رواج ترویج موندلی دی، او زه له دې څخه ویریږ م چې دوي له واده څخه زړه توري نشي،یا هم واده تر سره کړي زر طلاق تر لاسه نکړي.

خپل ځان ته د ناروا اړیکو په اړه هیڅکله هم اجازه ورنکړۍ،ډیري ځوانان زما څنګ ته راځي او راته وائي چې غواړم واده وکړم، خو لومړۍ باید زه انجلۍ وپېژنم، بل لوري ته انجلۍ وائي چې زه باید هلک وپېژنم.

پوښتنه دا ده چې: تاسې څرنګه کولای شۍ یو بل ښه سره وپېژنۍ؟

دوي داسې تصور کوي چې د لاښه پېژندلو لپاره هلک او انجلۍ باید له کوره جوړه بیرون ولاړ شي، یو ځاې سره کیني، قهوه وڅښي….. لکه څرنګه چې په غرب کې دا ډول دود ترویج موندلی دی.

وروڼو او خویندو:

اجازه راکړۍ په دې لړ کې یوه ډېره مهمه خبره ستاسې مخې ته کیږدم، اوڅو فرهنګي او دودیزې مسئلې له تاسې سره شریکې کړم:

تاسې هیڅکله هم خپله راتلونکي میرمن یا خاوند نشۍ پېژندلای، حتی که له کوره سره بیرون ولاړ شۍ بیا هم سره یو بل نشۍ پېژندلای ! او یو د بل د امتزاج څخه په ريښتیني توګه سره نشۍ خبریدلا ی .

ځکه نن مونږ په یوې داسې پیړۍ کې سره ژوند کوو چې ډېر سره متفاوت دی،او هر کله چې تاسې له کوره چېرته بیرون ولاړ شۍ،نو په ډېر ښه او مرتب شکل له کوره بیرون ته ځۍ، قیافه او مظهر مو ښه برابروۍ، پر ځان ښکلي عطر لګوۍ،

بل لوري ته هغه انجلۍ چې غواړی نن له تاسره وګوري، نیم ساعت د هندارې مخې ته ودریږي، خپل ډول اوسینګار کوي، بیا پر دې فکر کوي چې څه ډول له تاسره خبرې اترې وکړي، اود همدې مقصد لپاره یو لړ اسلوب په ذهن کې مجسم کړي، تر څو له مسکا نه په ډکه څېره له تاسره ملاقات وکړي.

هلک هم هندارې ته مخامخ ودریږي، خپل د پیکي ویښتان ګومنځ کړي، ځان ښه صاف ستره کړي…خو دا هر څه شپږ (۶) میاشتې وروسته له منځه ځي.

یواځې هغه څه چې پاتې کیږي ستا شخصیت دی،تاسې تر هغه پورې د یو چا حقیقي بڼه او څېره تر هغې نشۍ پيژندلای تر څو پورې چې په کور کې ورسره لیدنه کتنه ونکړی.

نو په اسلامي طریقې سره مخکې ولاړ شه، د پلار په مرسته دی دهغې کور ته څوک په جرګه ورولیږه.

آیا نن زمونږ ځوانان غواړي د فیس بوک او انټرنټ له لارې یو بل وپېژني ؟

ځوانان فیس بوک ته کیني تر څو یو له بل سره خبرې اترې وکړي، یو بل ته د پيغامونو د لیږد لړۍ پیل کړي، او وائي:

آیا غواړه چې واده وکړی؟

بل لوري ته هغه تن چې د انجلۍ اکاونټ لري وائي: وبښۍ ! زه هلک یم. او هو ! سمه ده.

بیا د بل چا په لټه پسې شي، آیا د واده مینه وال ئي؟

بلی ! راځۍ یو دبل سره خبرې اترې پیل کړو، هو ! زه انجلۍ یم او لا تر اوسه مې میړه نه دی کړی.

ته څه ډول پوه شوی چې زه انجلۍ یم ؟

ستا د پروفایل انځورونو ته ځیر شوم، واقعیت دا دی چې ډېر زړه راښکونکي انځورونه دې پکې را ټول کړيدي، راځۍ خبرې اترې سره پیل کړو…..

دغه ځوانان چې زما څنګ ته راځي، د خرافاتو په دې ګرم بازار کې د ځوانانو او انجونو کیسې را ته کوي، او راته وائي چې زمونږ د انتخاب تګلاره همدا ده، او په دې پلمه او بهانه چې زما نیت او قصد خو روغ دی، په دې چارو بوخت دي.

خوزه په اخلاقي فقر د اخته کسانو څخه یوه پوښتنه لرم : آیا ته دا ټولې هلې ځلې د خپل پروردګار درضایت مندۍ په خاطر تر سره کوی؟

څه تصور او خیال لری، آیا غواړې چې له خپل ځان څخه ځان ته دین جوړ کړی؟ آیا غواړې په دې خبرې سره خپل دغه کار ته دیني صبغه او رنګ ورکړی ؟

دوي په همدې ډول یو له بل سره خبرې اتری پیل کوي، یو دبل پاملرنه د ځان په لوري را اړوي، بیا د یو بل سره لیدنه او کتنه کوي، بیا یو بل ته په مینه سره کتل پیل کوي، تر دې ځایه پوری خو هیڅ ستونزه نشته، لا تر اوسه ئې یو بل نه دی لمس کړی، بیا یو بل ته لاس ورکوي، دغه لمس معاشقې ته لاره هواره کړي ، دمینې سمندر ئې څپانده شي ــ او بالآخره پر بلې بلا واوړي،…..لنډه دا چې یو پر بل عاشق شي.

وروڼو او خویندو !

آیا تاسې د عشق په معنا پوهیږي ؟ عشق څه ته وائي او څه مفهوم لري؟

دا عشق نه دی،بلکې شهوت دی ـ شهوت د ذهن او د زړه تر منځ د بدیو په لوري هغه کشمکش دی چې له غرب څخه ئې په نړۍ کې لمن خوره شویده.

هلک داسې انګیري چې انجلۍ ډیره رومانتیکه ( مینه پاله) ده، دهغه فلم په څیر چې پرون ئې لیدلی ؤ، بل لوري ته هلک هم د خپل ځان په اړه داسې تصور کوي چې هغه رامبو دی،هر کله چې په لاره ځۍ،نو خپل اندام راوپړسوي، انجلۍ هم د هلک په اړه همداسې تصور کوي چې دا هلک خو ډېر رومانتیک دی، ښکلې او مقناطیسي څیره لري، او هر کله چې له ماسره په سمسور بڼ کې د ګلانو او بلبلو په منځ کې قدم وهي، نو زما په لیمو کې هر لوري ته د میني چاپیریال منقوش شي، او د هلک خیال همدا وي چې دا ټول هغه څه چې زه ئې تحمل کوم، او پر ځان ئې زغم کوم،دا د همدې لپاره ترڅو خپل هدف او مطلوبې نتیجې ته ځان ورسوم.

خو که چېرې ريښتینې مسلمان وي او ته د هغه د خور په اړه پوښتنه وکړی، نو حتما به درته ووائي : هر هغه چا چې زما خور ته کاږه وکتل نو غبرګې سترګې به پرې راوباسم.

که وغواړۍ چې له چا سره واده وکړۍ نو په سمه توګه خپل دا کار پرمخ بوځۍ.

نو مخکې له دې چې د انجلۍ په لوري ولاړ شۍ، لومړۍ ئې باید دپلار څنګ ته ولاړ شۍ، چې همدا د ګډ ژوندانه د پیلولو لپاره تر ټولو افضل مسیر او سالم تګلوری دی.

ګرانو خویندو !

اوس غواړم له تاسې سره څو شيبې خبرې وکړم، او هغه دا چې تاسې هیڅکله نارینه نشۍ پیژندلای.

ښه به دا وي چې ستاسې پلار دا کار ترسره کړي، زه ستاسې پلرونه دې کار ته هڅوم تر څو زیرکه واوسي او خپلو لوڼو ته مړونه پیدا کړۍ، صبر مه کوۍ او مه کینۍ تر څو دغه قضیه نوره هم مشکله کړۍ، د واده دروازې بیرته کړۍ. د لوڼو مهریه را کمه کړۍ، او په قرأن او سنت باندې عمل وکړۍ، بیا به هلک د انجلۍ پلار ته راځي او پلار به پرې راضي کیږي.

په همدې توګه به د پلار په خوښه ته د انجلۍ سره هم لیدنه او کنته وکړی او یو پر بل به عاشق شۍ، او که خدای مه کړه په بلې طریقې سره یو پر بل عاشق شۍ، او پلار ئې په ځغرده سره انکار وکړي او وائي : آیا زه به مړ یم چې ته به زما د لور سره واده کوی؟

په دې وخت کې بیا ته څه کوی؟ تاسې خو اوس یو پر بل عاشق شوي یاست ….ستاسې د میني لمر خو په ډوبیدودی، په داسې حال کې چې دواړه یو دبل پیوستون غواړي، هلک به د انجلۍ په اړه خیالونه ویني او انجلۍ به د هلک په اړه په خیالونو کې ډوبه وي…. د خوښۍ خیالي کلاوې به جوړوي او هیڅ به نشي کولای، بلکه د فراق په خنجرونو به ئې ورځ تر بلې ټټر زخمي زخمي کیږي.

دوي به یو د بل خپل ژوند وروستۍ هیلی ګڼي، ژوند دښکلا ترجمه یو د بل سره په یو ځای کیدو کې انځوروي… خو په یاد ولرۍ چې دا هغه څیزونه دي چې شیطان ئې درته وائي… بیا به څه کوی؟

دواړه به یو دبل د فراق او د بیلتون په لمبو کې ژاړي، یا به غواړي چې په ځان وژنه لاس پورې کړي، او یا به یو د بل سره له کوره څخه د فرار لاره خپلوي، ټولنیزې تراژیدۍ به رامنځ ته کړي، په بدمرغیواو ویرونو او اورونو کې به ښکیل شي،

او پایله به ئې دا شي چې د خپل ځان او د خپلې کورنۍ عزت او کرامت به تر پښو لا ندی کړي.

3 COMMENTS

  1. ملکزی صاحب اول خو دا په فیسبوک کی دعاشقی خبری او بی ځایه تبصری بالکل د توجیه وړ نده خوټول هم داسی ندی فیسبوک یوه اجتماعی شبکه ده چی د افغانانو لپاره دیو چا دافکارو او شخصیت پیژندنی ښه دروازه کیدای شی یعنی یو څوک کولای شی له دی لاری د مختلفو خلکو سره اشنا شی طبعاُ زما منظور دا ندی چی ستاسو په خبره آشنا کیدل به حتماُ په لمس او بیا په بلا اوړیدو لامل کیږی دا وروستی احتمالات د دواړو په نیت او کورنی فرهنګ پوری اړه لری دا یوه مسُله ا
    بله مسله داده چی دا زمونږ ننی رسم او رواج د واده په هکله چیرته اسلامی دی ! دا د ځوانانو دا ټول مشکلات د همدی غیر اسلامی رسمونو له وجهی را پیدا شوی ددی ټولو مشکلاتو بنیاد همدا رسم او رواج دی چی هلک یا جینی د واده تر سحاره هم یو بل نه وی لیدلی (د واده په شپه خو یی د ډیرو سرخی سفیدو له وجهی اصلی چهره نه ښکاری) په دی رسم کی خو مونږ ته واده کول د قسمت پوړی په شکل دی دا نو بخت او طالع دی اوس د مثال په ډول زما یوه توړي ده چی هر چاته رویباری کوی خو دهغی په همدغی کاری سابقی کی ما یوه داسی ونه لیده چی هغه دی د هغو صفتونوخاونده وی کوم چی به دی د رویباری په وخت کی دهغی په شان او شوکت کی ویل نو اوس چی زما وار راغلی زه د چا په سترګو باور وکړم ؟؟ ملکزی صاحب اوس خو مرکه ده دا ذوقونه هم فرق کوی نو د ښځو رویباری د هغوی د ذوق نمایندګی کوی او زه ورته خیالی جینی رسمولای نشم او که یی ورته نقاشی هم کړم هغسی پیدا کیږی نه څومره به ښه وو چی دا رسم داسی وای چی زه یی هم ځان سره بوتلای هلته به چیرته کونج کی سنګین ناست وم خو
    نو اصلی غم دا دی چی مجرد ګرځو

    • لومړی تاسی ته خپل سلامونه وړاندی کوم خدای دی وکړی چه روغ به یاست
      دامعلومه خبره ده چه په اسلامی لاره چه رواه وی دیوی شی غوښتل دیره مزه لری اودمبایل اوفیسبوک یارانی زماپه نظردومره خی نه دی اوهرځای کی ورسته له واده نه انجام بیرته خراب وی اوزیات وخت طلاق هم ددغسی نفروترمنځ رامنځته کیږی هغه ودونه چه دکورنی له طرفه اودهغوی په سلاشوی وی نطیجه یی مثبت راغلی ده
      هلیه کوم دازمایونظردی خدای دی وکړی چه دوستان پری خفه نه شی
      په درنښت

  2. ملکزی صاحب

    خدای دی روغ او جوړ لره
    تا چی کومه لیکنه کړی زه پوه نشوم چی اسلامی ده او که غیر اسلامی ځکه چی شکر ټول مسلمانان یو او ښه پوهیږو چی اسلامی طریقه کومه ده او غیر اسلامی نو دا ستا ژباړه خو یوه طریقه هم نده
    بلکی یوه رواجی لیکنه ده او که څوک ستا د لیکنی په اساس جرګه وکړی نو بیا به د میراوس ټوقه په هر چا کیږی چی وایی کو می ناوی خپل خاوند ته د واده په اوله شپه وویل زه به چا چا نه مخ پټوم خاوند ورته وویل چی یو زما نه یی پټوه نور چی هر چاته ښایی خپل کار دی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب