شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهصالح: د پښتو په ویاړ ماغوندې پښتو زده کړئ، نور: پښتو ته...

صالح: د پښتو په ویاړ ماغوندې پښتو زده کړئ، نور: پښتو ته باید ټول کار وکړو

تاند، جمعه، د جوزا ۹مه: نن د جوزا ۹مه په ټوله نړۍ کې د پښتو د نړیوالې ورځې په توګه ونمانځل شوه.
په دغه ورځ نه یوازې کوزه پښتونخوا بلکې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې هم د کورونايي وضعیت له کبله د ټولنیز واټن په پام کې نیولو سره غونډې شو دي او هم یو شمېر پیغامونه خپاره شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د پښتو ورځې په ویاړ بهترینه مبارکي دا ده چې پښتو ژبه هغسې یاده کړای شي، چې ده زده کړې ده: ((د پښتو ژبې ورځ د مبارکۍ غوره لاره د پښتو زده کړه ده، د پښتو درناوی او زده کړه تاسوو ته د ټول افغانستان لید وړاندې کوي.))

بلخوا د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم د پښتو ژبې د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی.
نوموړي هیله ښودلې چې د پښتو ژبې د غنا لپاره لا ګامونه واخیستل شي او د ژباړو لړۍ هم روانه وساتل شي او هم یې باید ملاتړ وشي: (( د پښتو غنامندي اړتیا ده او پکار ده چې ټول په کې برخه واخلو.))

د کوزې پښتونخوا مشر سیاستوال هم د پښتو ژبې په زده کړه، لیکلو او ویلو ټینګار کړی او د باچا خان په قول یې استناد کړی چې څوک خپله ژبه هېروي، هغوی ورکېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې د یو شمېر لیکوالو او فرهنګیانو لخوا په زوم اپلیکیشن کې انلاین سیمینار هم د پښتو په ویاړ نیول شوی و چې په کې د پښتو ژبې په دولتي رسمیاتو کې کارونه باندې ټینګار وشو.

3 COMMENTS

  1. پښتو ژبو او دری ژبو په مینځ کښی پنجابیانو او ایرانی اخندانو نفاق او خبری تودی کړی دی، که نه دواړه افغانان دی، دواړو او د نورو ژبو ورونو په شریکه افغانستان ته خدمت کړی او دښمن ته یی په یوه خوله ګذار ورکړی دی.
    همداسی پښتو ژبو ته پنجابیان په قهر او غظب دی او شپه او ورځ ورته دسیسی جوړوی، ټول یی ورک او مړه کړه، لنډه دا چه پنجابی او پښتون به هڅکله جوړ رانشی او دری ژبو سنیانو ته ایرانیان په غظب دی کله یی ښکاره په دار ځړوی او کله یی وژنی او بیا یی سیند ته غورځوی، ځکه ایرانی اخندانو ته چه سنی ځانته پلاس ورشی نو د خوند لپاره یی وژنی. ایرانی شیعه ګان چه هر څومره خپل کړی باور درباندی نلری.
    پښتو او دری دواړه شیر و شکر است. چشم بد و آدم بد دور
    د ورونو ښاغلی صالیح او ښاغلی عطأمحمد نور دنیکو نظرونو څخه مننه
    والسلام

  2. د ژبو نږديکت د ولسونو نږدېکت دی۔ دښمن د پښتو ځپلو لپاره ډېر کار وکړ۔ هيله ده ولسونه خپله ژبه ښه زده کړي۔

  3. پښتو مور دري مې خور نورې ترورانې
    واړه ژبې دي زما راته دي ګرانې
    ببرک

    نورې ژبې زده کول خو لوی کمال دی
    خپله ژبه هیرول بې کمالي ده
    شهید موسی شفیق

    د نور او صالح له نیک نظرمننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب