شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان، افغانستان ته د سوداګرۍ لپاره ګوادر بندر پرانیست

پاکستان، افغانستان ته د سوداګرۍ لپاره ګوادر بندر پرانیست

تاند، جمعه، د جوزا ۹مه: د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وایي له افغانستان سره د اپټا سوداګریز تړون له مخې د ګوادر په بندر باندې سر له نن جمعې څخه افغانستان هم سوداګري کولی شي.

په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی سلاکار عبدالرزاق داوود وايي، افغانستان له دې وروسته کولی شي چې په ګوادر بندر باندې د سوداګریزو مالونو راکړه وکړي.

نوموړي ویلي، دغه بندر ته له ۱۶ زره ټنه کیمیاوي سرې څخه ډکه بېړۍ رسېدلې او دا به افغانستان ته ورسول شي چې ورسره به افغانستان ته له دغه بندر څخه د سوداګرۍ نوی باب پرانیستل شي.

عبدالرزاق داوود په پرلپسې څو ټویتونوکې ویلي، له دې بندر څخه به افغانستان ته د کیمیاوي سرې سربېره د غنمو او بورې صادرات هم پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دوه میاشتې په پرلپسې ډول له افغانستان سره د کورونا په بهانه ځمکنۍ لارې تړلې وې، خو تر دې وړاندې چین ټینګار درلود چې افغانستان باید په ګوادر بندر کې ورشریک شي.

5 COMMENTS

  1. په کوم تضمين
    تاسي خو سل ځلي تړونونو وکړل او بيا مو د خپو لاندي کړل

  2. دافغانستان خلک او دولت باید پدی ونه غولیگی ددی سره باید نوری لاری پیدا کری په پاکستان اعتبار پکار ندی دسیاسی له پاره ی بله لار هم پیدا کره لکه سنگه چه پدی بندر چیین پانگونه کری باید د چین نه ضمانت واخیستل شی

  3. کله چه د هند نه تجارتی اموال د چابهار نه واردیژی ، نو بیا پاکستان ددی په خاطر چه د چابهار لار دوامداره د تجارت لار نشی ، د ګوادر بند ر خلاصوی . خو د افغانستان د تجارت او صنایعو وزارت باید نور و نه غولیژی ، د پاکستان په وعدو باندی چه دا ۵۰ کاله کیژی زمو و د تجارانو سره دهوکه کوی ، کله یی مالونه درولی وی ، کله یی لوړی تعرفی وربانی لګولی وی ، او کله یی حتی میوی او سبزیجات د دریدو دوجه نه خراب شوی وی ، دا خو دوامداره دوهوکه ده ، پریژدی چه د چابهار لار چه د افغانستان تجارت او تجار د پاکستان د احتیاج نه خلاصیژی ، د افغانستان د تجارت یوه دوامداره لار د بحر د لاری دوام پیدا کړی ، په چابهار کی سهولتونه هو افغانی تجارانو ت زیات دی ، او دهند تجارت هم ددغی لاری نه اسیایی میانه او مرکزی آسیاته پراخیژی ، اوورسره د افغانستان تجارت هم ددغی لاری نه هند ، خلیج اورپایی هیوادونو او اسیای شرق هیوادونو ته د بحر دلار مطمئن کیژی . افغانستان به د ّاکستان د تجارت ددوکو نه ّه دایمی توگه خلاص شی. پاکستان همیشه چه دافغنستان سره د خپل بد نیت په وجه زیان وینی .

  4. افغان تجاران باید د پاکستان د لاری خپل تجلرت بند کړی
    کنه أه اینده که پاکستان پری لاری بندی کړی اوًمالونه یی ګنده شوه بیا به حکومت ته چغی نه وهی چه پاکستان ور سره ظلم کوی .

  5. هغه افغانان چې د ګوادر له لاري د پاکستان د سیاست په داسې شرایطو کې هم خپلط ګټې کوي ،د کناراب د چنجو په شان دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب