یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهحکومت د حزب اسلامي ۱۶۴ بندیان خوشې کړل

حکومت د حزب اسلامي ۱۶۴ بندیان خوشې کړل

تاند، جمعه، د جوزا ۹مه: له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې د تطبیق کمېسیون وايي، نن یې له څرخي پله او بګرام زندانونو څخه د ګلبدین حکمتیار د ډلې ۱۶۴ زندانیان خوشې کړل.

د دغه کمېسیون مشر او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل په دې اړه تاند ته وویل، دغه بندیان د ولسمشرغني او حمدالله محب په هلو ځلو خوشې شوي دي.

د ښاغلي امرخېل په خبره دا له حزب اسلامي سره د هوکړې له مخې د دغې ډلې د خوشې کېدونکو بندیانو پنځم ګروپ و چې نن خوشې کړای شو او پاتې نور بندیان به یې هم ډېر ژر او راتلونکو اوونیو کې خوشې کړای شي.

بلخوا د حزب اسلامي سرچینو تاند ته وویل، چې نږدې ورځو کې ورته ژمنه ورکړل شوې ده چې ۴۲۵ بندیان یې راخوشې شي.
په همدې حال کې د حزب اسلامي سره د سولې د تړون څارونکي کمېسیون یو غړي تاند ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، په ۱۳۹۵ کال چې کله له حکمتیار سره سوله وشوه، حکومت د دغې ډلې ۵۰۰ زندانیان خوشې کړل خو د حکمتیار ډلې د ۲۵۰۰ کسانو لیست ورته سپارلی و.
سرچینه وايي، ملي امنیت هغه مهال ورته ویلي وو چې د حزب اسلامي اکثره بندیان د طالبانو په تور نیول شوي دي خو حزب اسلامي بیا ټینګار درلود چې دا یې خپل جنګیالي دي او دوی یې د خوشې کولو څخه وروسته ضمانت ورکوي، چې همدا جنجال د حزب د بندیانو د خوشې کېدو په چاره کې د ځنډ سبب شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب