یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeکلتوریوه جنګ ځپلې ژبه| رفیق خلیلي

یوه جنګ ځپلې ژبه| رفیق خلیلي

له شعاره تر عمله یوه دنیا فاصله وي او ځورونکې دا ده چې مونږ اکثریت د شعار ویونکي یا بدرګه کونکي یو.
څو کاله مخکې چې کابل پوهنتون ته راغلم له یو څه وخت وروسته مې د ایدیتوریم مخته یوه لوحه ولیده چې د پښتو د ورځې د مبارکۍ تر څنګ یې مروج شعار: پښتو لیکو، پښتو وایو، پښتو ستایو هم پرې لیکل شوی و.

په ډیرې لیوالتیا سره مې له ډیر ځڼډ وروسته په یوه علمي او اکاډمیک محیط کې د پښتنو علمي غوڼډې ته سر ور وریت کړ.

یا زه ناوخته، یا پروګرام همداسې، څه مهم نه وي پکې. یوازې یو تمثیل مې ولیده چې څو ځوانانو د کلیوالو خلکو ژوند او د هغو چلند د ښار په محیط کې تمثیلوه.

مخکې له پوهنتونه مې فکر کاوه پښتو یوه بډایه، غني او د نړۍ د مهمو ژبو په قطار کې ولاړه ژبه ده، خو وروسته له دې چې له نورو ژبو او د هغوی له علمي او کُتبي بډاینې او خزانې سره بلد شوم، ځان راته یو ډول د یوې فقرې او غریبې ژبې ویونکی ښکاره شو.

او دې ډول انګیرنې هغه وخت خپل حقیقت بربڼډ کړ چې کله مې په پښتو کې د ډیرو مشهورو او په نړیواله کچه ارزښتمنو کتابونو تشه حس کړه.

زمونږ تازه او ځوان خیل، چې اوس یې تازه د ژباړې کارونو ته لږ توجه کړې، تر ډیره حده د ناولونو، انګیزیزشي کتابونو په ژباړلو بوخت دي. دغه ووړ کاروان خو له یوې خوا ډیر کم نفوسه او ناڅیزه ده او له بلې خوا، ډیر تمرکز یې په انګیزشي یا د (self-help) په کتابونو دی. لومړی مونږ ته اړینه دا ده چې د خیالي (fiction) او انګیزشي(Motivitional) کتابونو پر ځای په واقعاتو تم او نان فیکشن(non-fiction) کتابونه او په ځانګړي ډول هغه کتابونه چې په نړیواله کچه ارزښت او اهمیت لري خپلې ژبې ته راوژباړو. البته دا په دې معنا نه ده چې، کاملاً دې له (fiction) ژانر نه پرهیز وکړو، بلکې عرض مې دا دی چې اولویت او لومړیتوب باید نورو مهمو کتابونو ته ورکړو.

له بله اړخه یو اصلي مشکل د چاپیریال او محیط او د پښتنو په سر حاکم طرز تفکر دی. یعنې یوه ژبه هلته وده کوي چې ویونکو یې فکري وده کړي وي، د ژبې د کتابونو او ادب کچه هلته لوړیږي چې د کتابونو او ادب مینوال پکې زیات وي.
مونږ چې کتابونه نه لولو، نو د کتابونو د زیاتیدو توقع او د ژبې د ودې هیلې دې هم له سر نه وباسو.

د ژباړې په اړه باید ووایم چې له یوې خوا د هغه مهمو کتابونو چې تر اوسه پښتو ته نه دي ژباړل شوي، تقاضا کمه ده د پښتنو په منځ کې او له بله اړخه، د انګیزشي کتابونو د ژباړې د شدت لامل هم د هغو زیاته تقاضا او د لوستونکو غوښتنه ده، یعنې شرایط او محیط داسې مهیا او آماده شوی، چې ژباړن مجبوروی د لوستونکو غوښتنو ته پام وکړي او د ډیرو نورو مهمو کتابونو تشه همداسې تشه پریږدي او نویو (self-help) کتابونو په برخه کې خپلې ژباړې ته ادامه ورکړي.
ما یو څو میاشتې وړاندې د زیات فارغ وخت درلودلو له امله تصمیم ونیوه چې یو کتاب پښتو ته راوژباړم.

هم به مې په خپلې او هم د کتاب د اصلي ژبې په اړه پوهه زیاته شي او هم به مو د امکان تر حده ژبې ته خدمت کړی وي. د هغې علاقې له امله چې له فلسفې سره یې لرم، غوښتل مې یو فسلفي کتاب را وژباړم خو ناشر زړه ښه نه کړ او ویل یې چې مونږ هغه ډول کتابونو چاپوو(خصوصاً د نویو ژباړونکو) چې زیاته توجه راجلب کړي او د عامه خلکو لپاره د فهم وړ وي. مثلاً، ته ګټونکی یې، شتمن پلار او بیوزله پلار او داسې نورو انګیزشي کتابونو ته ورته کتابونه. دا چې د پورته کتابونو سره زما دومره ژوره علاقه نشته چې ټول وخت دې د هغوی په ژباړلو صرف کړم نو له ژباړې بیښي لاس په سر شوم.

دا مې ددې لپاره وویل چې مونږ لا هم د هغه کتابونو حامیان او پلویان چې د ژبې اصلي سرمایه او پانګه بلل کیږي په پښتنو کې ډیر کم وینو. په بسته کال کې د فلسفې، معنویت، دین او نورو تهدابي حوزو کې د ګوتو په شمار کتابونو را ژباړل کیږي، لیکل خو یې لا په ځای پریږده چې په ندرت سره واقع کیږي.

نو په همدې اساس ویلی شو چې مونږ ته له بل هر څه زیات، په اوس وخت کې مهمه او اړینه ده تر څو د پښتو ژبه د کړنګ له غاړې را وژغورو او د شعارونو پر ځای راشو، که د کتابونو لیکل مو له وسه نکیږي، یا یې وړتیا نلرو، حداقل د نورو ژبو نه خو د خپلې ژبې د علمي ذخیرې د تقویت لپاره کتابونه را وژباړو.

یا به بل عبارت، که د علم او تمدن له دې کاروان سره په خپلو پښو نه شو ځغاښتلی نو حداقل د بیښي پاتې کیدلو او لویدلو نه د مخنیوي لپاره خو د نورو لاس ونیسو او پرې نه ږدو چې کاملاً سقوط وکړو.

د پښتو د ورځې په مناسبت مې پورته یو څو موضوعات ولیکل، خدای دې وکړي چې پښتانه وروڼه مو له دې وروسته د شعارونو په ځای عملونو ته ملاوې وتړي او خپلې ژبې او د هغې خدمت ته له بل هر علمي کار زیات لومړیتوب ورکړي تر څو نه یوازې د پښتو د فعلي وضعیت غم وخورو، بلکې د تیرو څو لسیزو جنګ او جګړو له لاسه دې ژبې ته وارد تلفات هم د وخت په تیریدو او توجه سره جبران کړای شو.

1 COMMENT

  1. ګران ورور خاورین ته!
    ښکلی لنډنوم دی ځانته انتخاب کړی دی البته ګوتی دی مه سه خاوری او خاورینی.
    زموږ د یو معلم لنډنوم یا تخلص خاوَری ؤ ، ځینو شاګردانو ګومان کاوه چی خاوَری یعنی خاوری، البته یادش بخیر هغه یو شیک پوش او نظیف او له معدودو کسانو څخه ؤ چی زموږ په دُړن او خاورین محیط یا چاپیریال کی ئې له خاورو او دُړو څخه ځان لیری لیری ساتی.
    ستاسی خوندوره او ګټوره لیکنه د سختی پاملرنی وړ ده.
    په لیکنه کی مو د ( بسته کال ) د جملی لیدل بل خوند لری، داسی ښکاری چی د دِه خواجه اوسېدونکی ئې.
    د اورېدو څخه، زما مورنی ژبه هم پښتو ده خو د بده مرغه یو څه زه بد خُلقه او یو څه می مور ( ژبه) او د هغی میړه لجوج او د توافق له لمنی څخه لیری.
    پښتو ژبه جنګ ځپلی نه ده بلکه پښتو ژبه ژبَوَره ده، ژبور کس همیشه د خدمت کولو او خدمت اخیستنی پر ځای جنجال ډېر کوی او سِنه ئی ډیره پراخه نه وی.
    د پښتو ژبی د نن او پرون او وړمی ورځی د کم خونی او کمزوری عوامل ډېر او د پراخ بحث وړ دی.
    بخښنه غواړم
    ما ته اکثراً ترخه خندا راسی کله چی ووینم یا واورم چی مثلاً نن د پښتو ( ژبی) ورځ ده.
    مګر پښتو زما یا احمد یا محمود د اولادونو یا والدینو د زیږیدنی کلیزه ده چی باید ولمانځل سی؟
    یا مثلاً پښتو، د سیاسی خپلواکی د تر لاسه کولو غوندی حتماً باید کومه ځانګړی ورځ ولری؟
    نه
    پښتو ورځ نلری، هره ورځ باید د پښتو ورځ وی، دا چی پر موږ باندی ددی کاذب ویاړ د احساس پرده غوړیدلی ده چی ګواکی نن د پښتو ورځ ده، دا هم ځانته خاص سیاسی- اجتماعی – فرهنګی عوامل او انګیزی لری چی البته زه نه غواړم پر خُږ ځای ئی ګوته کښیږدم.
    بله خبره چی همیشه د خواږه خښم لامل ګرځی دا ده چی:
    ځینی مُفلس او متشنج او بَبَر سکولر کسان، بنیادګرا مجاهدینو! غوندی دومره پر پښتو مین دی چی د پښتو بُت ته د هر مادی او معنوی څیز د قربانی کولو جرئت په ځان کی روزی چی دا ډول ذهنیت نه د عقل سره اړخ لګوی او نه له عینی واقعیتونو سره او ضمناً د دوستی په جامه کی به د غیر شعوری دښمنی مفهوم ولری او ممکن د پښتو د سترګو د پراخ دید د ساحی اندازه هم محدوده او وړوکی کړی ، دا په اصطلاح سکولر کسان هڅه کوی چی د مذهب حریم هم د پښتو د بیرغ تابع کړی چی دا ناشونی ده. زه او زما والدین او اولادونه او اخښیان دری ویشت ساعته او شل دقیقی په پښتو ګړیږو کفایت کوی ، نو څلویښت پاتی دقیقی خو باید دومره صلاحیت او واک ولرو چی په هغه ژبه وګړیږو کوم چی زړه مو غواړی ( مثلاً عربی ژبه وکاروو ) .
    خبری اوږدی سوی، هیله ده ستا او بل هر معقول پښتون ځوان دا هیله او ارمان ( د پښتو ژبی غنا او بډا او استغنا او وفا او خندا او بریا او بها او رضا او……) تر سره او هر پښتون او غیر پښتون او افغان خپلی ژبی ته د سالم خدمت مصدر وګرځی او دومره توفیق ومومی چی لیک لوست په سمه توګه زده کاندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب