سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد عبدالله په ټیم کې د چوکیو پر سر اختلاف ژور شوی

د عبدالله په ټیم کې د چوکیو پر سر اختلاف ژور شوی

تاند (جمعه، د جوزا ) له ولسمشر غني سره د موافقې له لاسلیکه وروسته د عبدالله عبدالله په ټیم کې، چې له وړاندې د موافقې پر سر پکې درز راغلی و، نور اختلاف پیدا شوی دی.

د عبدالله عبدالله د ټیم سرچینې وایی چې اوس اختلاف پر دې دی چې څوک د سولې د مصالحتي شورا غړیتوب او د کابینې چوکیو ته معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د مصالحتي شورا د کاري پروګرام او تشکیلاتو مسوده چمتو شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د سولې په چارو کې د دولت اوسنی وزارت د مصالحتي شورا په دارالانشا بدل شي.

په همدې حال کې عبدالله عبدالله ته نژدې کسانو ایراني رسنیو ته ویلي چې په ټیم کې اصلي اختلاف د مصالحتي شورا د غړیو د ټاکنې او د دې شورا د جوړښت پر سر دی. دوی دغه راز ویلي چې د عبدالله په ټیم کې په دې هم ژور اختلاف دی چې څوک کابینې ته معرفي شي.

سرچینې وايي چې د عبدالله د ټیم هر غړی لوړه چوکۍ غواړي.

د عبدالله عبدالله د ټیم او د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا غړي ستار مراد ویلي چې د مصالحتي شورا د غړیو معرفي په عبدالله عبدالله پورې تړاو نه لري.

مراد وویل «د جمعیت ګوند نظر بېل دی او د عبدالله نظر بېل. د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا د عبدالله د پرېکړو تر اغېز لاندې نه راځي.»

ټاکل شوې ده چې د مصالحتي شورا رييس ۵ استازي ولري. دوه به یې د عبدالله عبدالله د انتخاباتو د مهال مرستیال کاندیدان اسدالله سعادتي او عنایت الله بابر فرهمند وي خو ۳ نور مرستیالان به ولسمشر غني نوموي.

تر دې وړاندې احمدضیا مسعود او صلاح الدین رباني له عبدالله عبدالله څخه خپله لار په دې خاطر بېله کړه چې عبدالله عبدالله له ولسمشر غني سره موافقې ته ورسېد.

7 COMMENTS

  1. زما مشوره خو داده چی څوک یی غواړی هغی ته یی مه ورکوی ،چی دا مفهوم د حدیث شریف دی او ددی حدیث شریف حکمت او تحلیل یی باید مولوی صاحب شهزاده وړاندی کړی
    بیاتری وپوښتل شی دومره دیوانه وار شوق ولی؟
    آیا په ورځ د حساب ایمان نلری چی ذره،ذره خیر او شر حسابیږی ؟
    آیا مخکی د کوم خیر او خدمت سابقه لری او هغه کوم دی؟
    د ملی ګټو لپاره او ملت ته دی څه کړی؟
    آیا خوښ یی چی د ملت قاتل او د دین دښمن دی مارشال شی و لو که هغه تنظیمی لیډران تایید هم کړی؟
    او نوری لسګونه اوحتی سلګونه پوښتنی
    او که نه ویش دی د تالان لپاره کما فی السابق ،نو بیا سوال او څیړنی ته ضرورت نشته

  2. دين محمد په دغه ډله کې ‌‌‌‌‌‌ډیر بد ښکاري. په عکس کې شاته ولاړ ده او په دا سپينه ګیره لکه چاپړوس غوندې ښکاري. بلا دې د قوم ور واوړي.

  3. د ښاغلی احدي خو په د انځور کي درک نه لګيږي، کيدای شي هغه يي شړلي وي او نور يي په کار نه دی که څنګه چل دي؟

  4. داکتر صاحب اتل. دوی په خدای که د الله په ذات، په دین، قرآن او احادیثو ایمان ولري. دوی یوازی د قدرت او افغان وژنی لپاره لیوانیان دي. ددوی تولو لاسونه د مظلومو افغانانو په وینو سره دي. که دوی ایمان درلودی او په اخرت يي باور وای والله که یي داسی ناروا له افغانانو سره کری وای. دوی له یو بله هم شرم نلري، په سلهاوو دفعی یو بل ته داسی سپکی سپوری ویلي چی سپي ته د منلو نه دي خو بیا هم د قدرت لپاره په مردارو سترگو یو بل ته گوري. دوی ته نصیحت پکار نه دی. یو شی چی په کار دی هغه دا دی چی الله دی افغانان دیر ژر د دی منحوسو، شرمیدلو، جاسوسو، خاینو او په نامه مشرانو نه له خیره سره خلاص کري. لعنت دی په دی لعنتیانو وی

  5. دا ټول کرغیړن مختوری ټپوسان دي ، پر دوی ټولو د خدای قهر نازل شوی د دوی ټولړ مخونو ته وګوری چی څومره لعنتی بریښي. او بله خبره دا چی دوی هیڅکله پخپل مینځ کی نه جوړیږی ځکه چی دلته زمونږ د دری ژبی متل ښه برابریږی چی وایی یک کشمش و چهل قلندر ، هغه بل لن‌‌‌‌‌‌ډی ټپوس کیلانی هم نه ښکاری

  6. محترم وروڼو فهیم صاحب او ټولو مفسد دښمنو مبصرینو تاسی ته سلامونه
    رهبر د انسانیت محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی:
    اذکر الفاجر بمافیه لکی یحذره الناس
    ترجمه:یاد کړی فاجر په هغه څه چی ده کی دی تر څو خلک ورڅخه حذر وکړی.
    دوی د ننیو مصیبتونو مور ده او همدی جهالت ، جاهلی تربیت او جاهلی تعصباتو جهاد ،افغانستان او افغان تباه او برباد کړ او د افغان انسانی حیثیت یی سخت متضرر کړ ،سالم قیادت ،تربیت،انسانی او ملی اهداف نلری ،معامله ګری او فساد یی مسلک او تخصص ګرځیدلی،نورڅه باندی اصلا ایمان نلری ،ددوی عمل او روابط د همدی مدعا ثبوت دی تاسی سره موافق یم
    الله رب العزت مو وساته او د قوی صف اودرنی څپیړی د مفسدینو او اجرتی قاتلانو پر مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب