یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeټولنیزډاکټر نور احمد خالدي؛ د حقیقتونو مدافع

ډاکټر نور احمد خالدي؛ د حقیقتونو مدافع

محمدنعمان دوست

تاریخ لیکل او د تاریخي مسائلو سپړل خورا سخت کار دی. خصوصاً چې د خپل هیواد په اړه وي. ځکه چې تاریخ لیکونکی او د تاریخي مسائلو څیړونکی یا له بیروني سانسور سره مخ کیږي او یا له دروني سره چې دا دواړه د حقایقو د ثبت او بیان په مخ کې غټ خنډونه جوړوي.

ځینې وخت حاکم نظام او حکومت تاریخ لیکونکي ته د خپل مزاج خلاف لیکلو اجازه نه ورکوي او حتی مجازات کوي یې. پر تاریخ لیکونکی یا فرمایش منل کیږي او یا یې خپله د شخصي ګټو لپاره مني.

د دغه شان فرمایشي تاریخي روایاتو ګڼې بیلګې موندلی شو.

د همعصره مشهور مورخ ډاکټر مبارک علي وینا ده چې د پاکستان کوم واکمن ( لومړنیو واکمنانو څخه)  مورخین راغوښتي و او ورته امر یې کړی و چې د پاکستان تاریخ ولیکئ! هغوی په حیرانۍ پوښتلي و: څه شی ولیکو؟ هغه ورته بیا ویلي و: بس وې لیکئ!

دغه شان، د فرعون ځانګړی طبیب سینوهه، لیکي چې د فرعون ځنکندن و. ده ته وویل شول چې خونه کې ور سره پاتې شي او هغه شیبه ننداره او ثبت کړي چې د فرعون روح د طلايي مرغه په توګه له هغه الوځي. فرعون مړ شو خو طلايي مرغه چا و نه لیده. خو بیا هم پرې ټینګار وشو چې همداسې ولیکي چې روح د طلايي مرغه په توګه له فرعونه والوت!

ځینې وخت بیا لیکوال له خود سانسورۍ سره مخ وي. د قام، ژبې، سیمې، ګوند، مذهب… او د عامه ذهنیت خلاف څیړنو او موندنې لیکلو او نورو سره یې شریکولو ته زړه نه ښه کوي.

د پورته دواړو سانسورونو  پایلې دا شي چې واقعیتونه بدل شي او راتلونکی نسل په تاریکه لاره روان شي چې بیا ګام په ګام تیندکونه خوري.

د خود سانسورۍ بلا بیلګې دي. مثلا: موږ حاضر نه یوو چې د سلطان محمود  غزنوي د دربار هغه کیسې واورو چې د عام ذهنیت خلاف دي. د هغه نوم مو د یوه عادل او متقي انسان په توګه ذهن ته سپارلی؛ داسې چې حتی ځینې یې له نوم سره د (رح) وروستاړی لازمي ګڼي. کنه دا سلطان له ګڼو خوبیو سره عجیبه  کیسې هم لري:

وګورئ، د غزنوي په دربار کې په سلګونو شاعران و او هماغه په کې ډير نازیدل چې د ده مدحه یې په ښه توګه کوله. دې عادل سلطان به له هندوستانه غنیمت شوي سره زر، تحفې او غلامان همدوی ته ورکول.

دې نوازش که له یوې خوا سلطان و ځلوه، له بلې خوا یې  زموږ د وطن خوږې دري ژبې ته ډير څه ورکړل؛ خو د دې هیواد نورو ژبو ته یې فیض و نه رسیده.

دې سلطان خپل مشهور درباري قصیده سرا فرخي سیستاني ته دومره طلايي سکې ورکړې وې چې هغه ته بیخي بې ارزښته شوې وې.

هغه وايي:

دینار چنان بخشد مارا که بر ما

پیوسته بود خوار ترین چیزی دینار

در خانه های ما ز عطا های کف او

زر عزیز خوارتر از خاک رایګان

ژباړه:

موږ ته داسې دینار رابخښي، چې زموږ په نظر کې دینار کم ارزښت ترینه شی ښکاري

په کورونو کې مو د هغه ( سلطان محمود غزنوي) د لاس له بخششونو، قیمتي زر له وړیا خاورو هم کم ارزښته دي!

دغه شان روایت دی چې کله فرخي سیستاني د سومنات د سوبې په اړه مدحیه قصیده ولیکله، نو سلطان ورته یو پیلوار ( د پیل د وزن معادل) طلا وبخښل!

ښه؛

ایا د انصاف تقاضا همدا وه؟ ایا هغه وخت زموږ په وطن کې وږي او فقیران نه وو؟ ایا د عمرانۍ اړتیا نه وه؟ او…

له بلې خوا  له تُرک غلام ایاز سره د سلطان محمود  د مینې کیسې هم عجیبه دي. روایت دی چې یو وخت په مستۍ کې د محمود لاس ته بیاتي ( قیچي ) ور ځي او د ایاز زلفې لنډوي.( یا د هغه د ویښتانو د کوتاه کولو امر کوي)  وروسته ډير پښیمانه کیږي او دومره په غضب راځي چې درباریان هره لحظه په دې اندیښنه کې دي چې ګوندې د قهر په لمبو کې به یې وسوزي. خو همدا مهال د دربار ملک الشعرا ابو القاسم حسن بن احمد عنصري بلخي،  د ایاز د لنډو شویو زلفو په وصف کې دا فی البدیهه شعر وايي او د سلطان د غضب پر اور اوبه شیندي:

کی عیب سر زلف بت از کاستن است؟

چه جای به غم نشستن و خاستن است ؟

جای طرب و نشاط و می خواستن است

کاراستن سرو ز پیراستن است

ژباړه:

د صنم ( معشوق) د ویښتانو لنډول کله عیب دی؟ دا کله په خواشینۍ د کیناستو او پورته کیدو خبره ده؟

د عیش ، خوشحالۍ او شراب غوښتلو وخت دی، ځکه چې د سروې (ناجو) ښکلا د هغې د اضافي ښاخونو په قطع کولو کې ده.

ایا له یوه عادل سلطان څخه داسې تمه کیدای شي؟ یو څوک چې د خپل معشوق د زلفو په لنډولو دومره غضبناک حالت غوره کوي، د هغه د فیصلو به څه حال و.

دغه شان ځینې نور مشاهیر هم در واخلئ.

خو موږ په کتابونو کې درج دغه حکایتونه هم په سم زړه نشو لوستلی او دا راته خپله بدګوماني ښکاري. د تاریخي مسائلو ځینې څیړونکي هم په دې پرده اچوي او د چا خبره ګوتې نه ور وړي.

دغه شان، د همدې سلطان لښکرو پښتون واکمن  امیرمحمد سوري بندي کړ او هغه (ظاهراً) له اندیښنې په زندان کې ساه ورکړه؛ خو خدای خبر چې څه ور سره پیښ شول.

په دې غمجنه پیښه د اسعد سوري دردونکې مرثیه ( د فلک له چارو څه وکړم کوکار – زمولوی هر ګل چې خاندي په بهار….‎) هم، زموږ پر ارادت کوم اغیز نه ښندي.

دغه شان اوسنی عصر هم درواخلئ، د خپل عصر له ځینې وژل شویو او ژونديو صاحب رسوخ کسانو له اعمالو سره د هغوی د ارادتمندانو توصیفونه پرتله کړئ. موجوده نسل خو به قضاوت خپله وکړي؛ خو سل کاله وروسته نسل به څه کوي، ځکه هغوی خو به د دوی په اړه هر څه په کتابونو کې لولي او بس.

البته دا کار یوازې د توصیف په برخه کې نه دی؛ هماغه ملحوظات ،چې پورته ذکر شول، په هجوه کې هم کارنده رول ادا کوي او خلک ګمراه کوي.

په هر صورت؛ دا تمهید د دې لپاره و چې د خپل هیواد د یوه ژوندی تاریخپوه او د تاریخي مسائلو څیړونکي په اړه در سره خبره وکړم. دا نایابه هستۍ ښاغلی ډاکټر نور احمد خالدي دی.

د محترم خالدي، یوه ستره ښیګڼه دا ده چې تر ډیره د سانسور له لومو خلاص دی او په خپلو ژورو څیړنو حقایق روښانوي.

ما چې څومره لوستی، نیت یې دا دی چې خلک له واقعیتونو خبر کړي او هغه کاذبې دعوې باطلې ثابتې کړي چې د ځینو شومو اهدافو له مخې راپورته کیږي.همدې پاک نیت مجبور کړی چې په نږدې اویا کلنۍ کې د یوه ځوان هومره کار وکړي.

ښاغلي خالدي، ۱۳۲۹ هـ.ش کال کې د هرات په غوریانو ولسوالۍ کې سترګې پرانیستي. خو د هغه شخصیت دومره لوی دی چې یوازې په هرات کې نه ځاییږي، د ټول وطن پانګه ده.

د محترم ډاکټر لطیف یاد د یوې لیکنې په حواله؛ ښاغلی خالدي د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغ دی. د هند د بمبئي (مومبای) پوهنتون څخه یې د احصایې او د سرشمیرنې په څانګه کې ماسټري کړې او بیایې په ۱۹۹۰ کې همدې څانګه کې داسټرالیا له ملي پوهنتونه د دکتورا (Ph.D) سند ترلاسه کړی دی. او اوس په اسټرالیا کې اوسیږي.

نوموړی په تاریخ کې پراخه مطالعه لري او د همدې مطالعې په برکت یې ګڼ مهم او تاریخي موضوعات څیړلي او په لسګونو ګټورې او علمي مقالې یې لیکلي دي.

زه چې په انلاین دنیا کې د تاریخي مطالعې په موډ کې اوسم، نو یا ډاکټر مبارک علي لولم او یا ډاکټر نور احمد خالدي.  خالدي صیب راته ځکه لا ډیر اهمیت او ارزښت لري چې د خپل هیواد موضوعات څیړي او ښه په جرئت یې څیړي. نه د سانسور په ویره کې دی او نه د خود سانسورۍ.

اوسنی پېر چې د نورو هیوادونو د پرمختګ عصر دی؛ په خواشینۍ چې موږ په ناوړه او بد حالت کې را ګیر یوو. هېواد او موږ نه یوازې دا چې له ویجاړونکې جګړې سره مخ یوو؛ بلکې له تاریخ مسخه کوونکیو ګوزارونو سره هم مخ یوو. دا جګړه یو معلومداره ګاونډی خپله او یا یې د خپلو لاسپوڅو په مرسته مخ کې بیايي. دا داسې سپین سترګي ګوډاګیان دي چې د همدې وطن په اب دانه تغذیه شوي، د همدې وطن اب و هوا تنفس کوي؛ خو کله یې له نوم سره مخالفت کوي، کله یې د تاریخي مسایلو په تحریف بوخت وي او کله…

د دوی د زهرو خنثی کول او له زیانه یې د نوي نسل ژغورل په منطق او علمي بحثونو کیږي او دا د هر چا صلاحیت نه دی. دا د ګوتو په شمار کسانو صلاحیت دی او یو له دغو کسانو څخه بیشکه چې همدا ډاکټر خالدي صیب دی، چې تل یې په خپل درایت دا ذهر شنډ کړي دي.

مرګ حتمي دی او هر ذیروح دا تریخ جام په سر اړوي. علماء، تاریخپوهان، ساینس پوهان، څیړونکي …هر چیرته مري؛ خو نورو هیوادونو کې یې ځکه تشه نه محسوسیږي چې هلته علمي اکاډمۍ فعالې دي. نوي نوي کادرونه وړاندې کوي او د پخوانیو تشه ډکوي؛ خو موږ له دې مدرکه هم په بخت خوار یوو. د اوږدې او سپیرې جګړې له کبله نن هغه ظرفیت نه لرو چې نیمه پیړۍ وړاندې مو درلود. نن موږ ته د خپلو علمي کادرونو تشه ډکول له توانه پورته خبره ده.

موږ شاوخوا درې کاله وړاندې ستر مورخ پوهاند محمد حسن کاکړ له لاسه ورکړ او دا دی اوس مو د تاریخ یو بل نوموتی عالم پوهاند میر حسین شاه هم وفات شو. د دوی ځای به همداسې تش وي.

په هرصورت؛ منحیث د عادي وګړو څه چې مو په وس کې نه دي، نو  د هغوی مسوول هم نه یوو. که موږ کادرونه نشو روزلی نو د ژوندیو کادرونو قدر کولی شو او په دې توګه هغوی ته یوه انرژي بخښلی شو.

دا لیکنه، که څه هم د ډاکټر صیب خالدي په شان کې په نشت حساب ده؛ خو زما همدا وس دی او په دې توګه د خپل ګران وطن تکړه څیړونکي او تاریخپوه ته د ارادت پیرزوینې وړاندې کوم.

ډاکټر صیب خالدي دې تر ډیره ژوندی او روغ رمټ وي.

نعمان دوست

۱۳۹۹/ د غبرګولي، ۷مه

3 COMMENTS

  1. سلام
    دپښتو ژبې ډېر اوچت نثر لیکونکی ، دجملو او ترکیب متخصصه دادبی اخلاق طنز ویونکی زه به په خپله تبصره کې په تاریخ کې دمثل اومثال په مطلب به له تاسره له ډيرې لیرې سیمې هم غږی شم . زه هروخت دانلاین په هیاهو دنیا کې دوست صیب لټوم چې له خبل فرهنګ نه مې خبر کړیږ،.
    زما مسلک تاریخ نه دی خو دتاریخ تاریخی څيړنې مې خوښیږی .وایی د مامون د خلافت به دوران کې ۸۱۳ ۸۲۳ م دهغه تره ابراهیم بن مهدی په ۸۱۷ م کې بغاوت وکړ لکه اودولا اودولا یا غبرګ ع .کله چې ونیول شو نو مامون ته یې وړاندې کړشو .مامون خپل وزیر ته احمد بن ابی خالد احول ته ۸۳۳ م نه پوښتنه وکړه چې ده سره څه سلوک وکړو ؟ هغه وویل :
    که تاسې هغه ووژنۍ نو ددنیا به تاریخ کې تا غوندې به سلهاوو کسان موندل کیږی اوکه معاف یې کړې نو تاریخ به ستا مثال بیدا نه کړی.
    خالدی دانشمندانه احساس لری او لیکنې یې علمانه او تاریخی بڼه لری . هو ! مدافع صریح او قاطع دریځ زه تاسره منم . یوه ور ځ دجان اف کېنېدې بوهنتون کې وم یو امریکایې استاد راته وویل څه کوې پاتې شه بیګا ته به اوو بجو یوافغان استاد پریس کنفرانس لری کولای شی ته هم په کې برخه واخلې کله چې لاړو نو مرحوم استادحسن کاکړ زما په لیدو ډیر خوشاله شو تالار له مجصلینو او استادانو ډ ک وه په زړه پورې پروګرام وه استاد حسن کاکړ ډیرخوښ شو او دافغانستان یوه بشبړه برخه یې ماته برېښودله کله موچې پوښتنوته په نېغه خوابونه وویل.نوراغی ماته یی وویل چې ای هلکه حتما به سره ګورو بیا مو له څه مودې وروسته دداکتر کوچي دلور په فاتحه کې سره ولیدل . د ربانی د سقوی رژیم اخر کال وه .

  2. ښاغلی دوست صیب سلامونه مو ومنئ. د خالدي صیب لیکلي اثار له کوم ځایه تعقیب کړو، او له دوی سره د اړیکې نیولو لار راته پرانېزئ تر څو د تاریخ په هکله ترې استفاده وکړو. مننه

  3. ښاغلي دوکتور نور احمد خالدي د افغانستان یو ویاړلی لیکوال او تاریخ لیکونکی دی .تاسو کولای شئ په ګوګل کې دوکتور نوراحمد خالدی ولیکئ ،د هغه لیکنې او ویناوې به مخ ته راشي او کومه چې موغوښته انتخاب او ولولئ .
    مثلا
    ‫بیانیهٔ دوکتور نوراحمد خالدی: ریشه های کلمه افغان و استفاده رسمی‬ …
    http://www.youtube.com › watch

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب