تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۵مه) د چین د مصنوعي الماسو صنعت، چې تر اوسه یې ډېره پاملرنه د ګاڼو جوړولو ته وه، اوس د پرمختللو صنعتونو پر لور د بدلون په حال کې دی. دغه هېواد غواړي له مصنوعي الماسو څخه د نیمههادي توکو، مصنوعي ځیرکتیا او کوانټمي ټکنالوژۍ په برخو کې هم کار واخلي.
دا بدلون کولی شي د نړۍ د ټکنالوژۍ د اکمالاتو په زنځیر کې د چین دریځ پیاوړی کړي او د بېجینګ او واشنګټن ترمنځ د اقتصادي او ټکنالوژیکې سیالۍ په یوه نوې موضوع بدل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چین د نړۍ شاوخوا نیمايي مصنوعي الماس تولیدوي او د دغه هېواد د هینان ولایت په یوازې ځان د چین د ټول تولید ۸۰ سلنه برخه جوړوي.
د مصنوعي زینتي الماسو د تولید زیاتوالي او د بیو ټیټېدو چینايي شرکتونه اړ کړي چې د ډېرو عاید لرونکو نورو بازارونو په لټه کې شي.
د یوې داسې فابریکې خاوند فېنګ کانجون چې هر کال دوه میلیونه قیراطه مصنوعي الماس تولیدوي، وايي اوس مهال یې شاوخوا ۷۰ سلنه تولید د ګاڼو په جوړولو کې کارول کېږي. نوموړی غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې په صنعتي برخو کې د مصنوعي الماسو د کارونې ونډه تر ۵۰ سلنې لوړه کړي او د ګاڼو په جوړولو کې یې ونډه تر ۳۰ سلنې زیاته نه وي.
الماس د تودوخې د لېږدولو بېسارې وړتیا لري او له همدې امله کولی شي د پرمختللو برېښنايي چیپونو په سړولو کې مهم رول ولوبوي. دا ځانګړتیا په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي مرکزونو لپاره مهمه ده، ځکه چې پیاوړي پروسېسرونه یې ډېره تودوخه تولیدوي.
چینايي څېړونکو د اپرېل په میاشت کې اعلان وکړ چې د سړولو په سیستمونو کې د الماسو او مسو د ترکیب کارول د تودوخې لېږد ۸۰ سلنه او د چیپونو فعالیت ۱۰ سلنه ښه کوي.
راپورونه وايي چې د «هواوې» او «ټياېساېمسي» شرکتونه د دې ټکنالوژۍ د کارونې په اړه څېړنې کوي. «لېنوو» هم داسې کمپیوټر بازار ته وړاندې کړی چې د الماسو او مسو پر بنسټ د سړولو سیستم لري. په امریکا کې د «انټېل» په ګډون ځینو نورو ټکنالوژیکو شرکتونو هم په صنعتي برخو کې د الماسو کارونې ته پام اړولی دی.
خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د چیپونو په جوړولو کې د الماسو پراخ استعمال لا هم له تخنیکي خنډونو سره مخ دی. د بېلګې په توګه، د الماسو د خورا لوړ پاکوالي او د تولید د سختو معیارونو پوره کول اړین دي.
له اقتصادي پلوه هم د مصنوعي صنعتي الماسو تولید ګټور بلل کېږي. اټکل کېږي چې د صنعتي الماسو د ناخالصې ګټې کچه شاوخوا ۵۰ سلنه وي، په داسې حال کې چې د زینتي الماسو لپاره دا کچه له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې ده.
چین د مصنوعي الماسو اړوند د ځینو تجهیزاتو او محصولاتو پر صادراتو هم محدودیتونه لګولي دي. شنونکي باور لري چې په پرمختللو صنعتونو کې د دې مادې د کارونې پراختیا ښايي مصنوعي الماس د نادرو ځمکنیو عناصرو او نیمههادي توکو ترڅنګ د چین او امریکا ترمنځ د ټکنالوژیکې سیالۍ په یوه بله ستراتیژیکه موضوع بدل کړي.