سودیم (Sodium):
سوډیم د بدن له پاره هم مهم معدني مواد دی چې د بدن په ټولو معایاتو کې پیدا کېږي او د یو کاهل انسان په بدن کې ۱۰۰ ګرامه سودیم وجود لري چې د خولو او ادرار له لارې له بدن څخه خارجېږي.(اساسات تغذیه: ۴۰ مخ). سودیم هم په بدن کې مختلفې دندې تر سره کوي کلک فاضله مواد نرموي او له بدن څخه یې باسي، همدارنګه د ینې او بښتورګو تېږي او د بندونو بوریک اسید ویلې کوي او باسي یې.
سودیم هډوکې او غاښونه له خرابېدو څخه ژغوري، قبض له منځه وړي، او هاضمه تېزوي همدا ډول په پښتورګو کې د تېږې د جوړېدو مخنېوې کوی او که په ورځینیو خوړو کې و نه خوړل شي د بدن وزن کمېږي، بې اشتهايي رامنځته کېږي که چېرې د انسان په وینه کې د مالګې اندازه کمه شي، نو د عصابو کمزوری حالت پیدا کوي، او په بدن کې د عضلاتو ستړیا را منځته کېږي.
سودیم په مالګه کې وجود لري چې نه تنها د وجود له پاره مهم معدني مواد دی بلکې بېدون د مالګې له استعال څخه ورځنې خواړه هم خوند نه کوي. هغه کسان چې لوړ فشار ولري او یا یې وزن ډېر وي د هغو له پاره د مالګې ډېر استعمال حتی د مرګ سبب هم کېږي، خو د ورځنې اړتیا اندازه په عادي ډول د۱۰-۱۵ ګرامه پورې ده او په ګرمو سیمو کې دا اندازه د ۲۰ -۳۰ ګرامو پورې لوړیږي ځکه په ګرمو سیمو کې خلک ډېر خولې کېږي او د مالګې زیاته اندازه د خولو له لارې خارجېږي( کرنپوهنه: ۲۱۷ مخ).
د سودیم منبع او دندې کومې دي په لاندې جدول کې وړاندې شوي.
نوم | دنده | سرچېنې | د کمښت علایم | د زیاتوالي علایم |
سودیم | د حجراتو د مایعاتو نارم توازن ساتي، د عصبي سیالو د انتقال له پاره ضرور دی. | په مالګه او په تولید شو غذاګانو کې. | د عضلاتو درد، د عضلاتو مشکل او د اشتها د لاسه ورکول. | د وینې فشار لوړېدل. |
(اساسات تغذیه: ۵۲ مخ).
مګنیزیم (Magnesium):
د بدن د اسکلیت له پاره مګنیزیم هم یو مهم منرال دی چې د کلسیم او فاسفورس په څېر د بدن په اسکلیت کې برخه اخلي او په ورځینیو خوړو کې اړتیا شته ده چې اندازه یې ۰،۵- ۰،۳ ګرامه پورې تاکل شوې او زیات اخیستل یې د کلسیم د اخیستو مخنېوی کوي.
مګنیزیم د هډوکو له جوړښت پرته ځنې دردونه هم له منځي وړي، د قبضیت مخنېوی کوي د مغزو او عصابو پالنه کوي د بدن عضلي قوي کوي. مګنیزیم هم په حیواني محصولاتو او په نباتي پیداوارو کې وجود لرې چې په لاندې جدول کې لېدل کېږي ( کرنپوهنه: ۲۱۵ مخ).
نوم | دنده | سرچېنې | د کمښت نښې | د زیاتوالي نښې |
مګنیزیم | هغه فکتور چې د هډوکو په منرالیزیشن ، د پروتین ساختمان، د انزایمونو دنده، د عضلاتو نارمل انقباض او عصبي سیالو په انتقال کې او د غاښونو په محافظ کې برخه لري. | زړو کې،غلې او دانو کې، هغه سبزیجات چې شنې پاڼې لري، هغه غذايي چې د دریابونو او سیدنو څخه تر لاسه کېږ، ککو چاکلیت کې. | د عضلاتو د انقباض او حرکت کمزوری کېږي، اشتها له لاسه ورکوي، چې کله ډېر کم وي، نو د فنقراس هورمون په سمه توګه نه افرازیږي، د غذا په تېرولو کې په مرۍ کې مشکل پیدا کېږي او د ماشومانو رشد او نمو کموي. | که مګنیزیم ډېر اخیستل د هغه دواګانو له لارې چې د قبضیت ضد دي او یا هغه کاهلان چې د ګوردو مرض لري عضلات یې کمزوري کېږي چې اخر د کوما او د مرګ سبب ګرځېږي. |
(اساسات تغذیه: ۵۱ مخ).
پوتاشیم(Potassium) :
پوتاشیم زیات په غذايي موادو کې موجود وي، نو ځکه له کمښت سره نه مخ کېږی د ورځینیو خوړو له لارې بدن ته داخلیږي او د یو کاهل انسان په بدن کې ۲۵۰ ګرامه پوتاشیم وجود لري. دا ماده د فوسفات په شکل په عضلاتو او د کلورین په شکل د وینې په سرو کرویاتو کې وجود لري. د بدن په فعاله او محرکه برخو کې پوتاشیم نسبت سودیم ته زیات دی په یو لېټر وینه کې ۰،۲۲ ګرامه پوتاشیم موجود وي.
پوتاشیم په بدن کې ښې دندې پر مخ بیايي لکه: پوتاشیم بدن پاکوی، د بدن په اعضاو کې توندې او چټکتیا پیدا کوي، عضلې او بندونه کلکوي او هغه بدن چې پوتاشیم ولري که زخمې شي ژر پخپله جوړیږي، بدن ته اکسیجن را کاږي او د مغزو ښه والی رامنځته کوي.
همدا ډول د پوتاشیم مرکبات یو ډول درملنه ده چې د ځینو روغتیا يي مشکلاتو او ناروغیو له پاره پخپله دوا ده لکه: د تبې، بریښ، د زکام او انفلونزا له پاره ګټور دی(کرنپوهنه: ۲۲۰ مخ).
د پوتاشیم کمښت: که په بدن کې دغه مواد کم شي، نو بدن کمزوری کېږي، قبضیت رامنځته کېږي، د وینې جهاز سستېږي، زکام پیدا کوي او داسې نور تکلیفونه رامینځته کوي.
د پوتاشیم د ښه وضاحت له پاره لاندې جدول راوړو.
نوم | دنده | سرچېنې | د کمښت نښې | د زیاتوالي نښې |
پوتاشیم | د پروتین جوړول، د مایعاتو اسو الکترولیدونو توازن بر قرار ساتي، د عضلاتو په انقباص کې کومک کوي په ځانګړي ډول د زړه عضلې په انقاض کې، د عصبي سیالو په انتقال کې مرسته کوي. | غوښه، شېدې، مېوه جات، سبزیجات، غلې او دانې. | د پوتاشیم په کموالي سره دی هایدریشن یا د مایعاتو کمښت رامنځته کوي، د بدن عضلات ضعیفه کېږي او د کنفویژن فلج رمنځته کوي او حتی د مرګ سبب کېږي. | که چېرې زیات شي عضلات ضعیفه کېږي، استفراق زیاتېږي، که د ورید له لارې مر��ض ته ورکړل شي د زړه د درېدو سبب ګرځېږي. |
جزيي منرالونه(Trace elements): اوس به د دې ډلې ځنې عنصرونه وړاندې کړو.