“ځنګل” د استاد اسدالله غضنفر تر “د زرو هيندارو ڪور” وروسته دويمه د ژباړل شويو حڪايتونو ټولګه ده. “مازيګر خپرندويي ټولني” لومړی ځل په ۱۴۰۴ لمريز ڪال، ټولټال په ۳۵۵ مخونو ڪي ۱۰۰۰ ټوڪه چاپ ڪړې ده.
نوم ته په ڪتو ئې ڪه انسان ته د رښتيني ځنګل د ګڼو لويو ونو، بوټو، ځناورو، حيواناتو او مرغانو بدرنګه او ښڪلي اوازونه او شڪلونه سترګو ته ودرېږي، خو د طبيعت د يوې ښڪلي او لويي نندارې تصوير هم دی. لڪه په يوه لوی ځنګل ڪي چي مختلف رنګونه، شڪلونه او مختلفي نندارې وي، دا ځنګل هم دغسي د حڪايتونو بېلابېل او مختلف نومونه او رنګونه لري.
استاد غضنفر ئې د نوم د انتخاب په اړه وايي:
“ما چې د دغو حڪايتونو ټولګې ته نوم غوره ڪاوه، تر بلې هرې ڪلمې اول ځنګل راياد شو. لڪه څنګه چې ځنګل د ښار او ټولنې له شوره پناه راڪولای شي، حڪايتونه هم ذهن ته رام او پناه ورڪوي. لڪه په ځنګل ڪې چې خطر احساسوو، په ګڼو حڪايتونو ڪې هم د لاشعوري وېرو سيوري وينو چې د ځان په پېژندلو ڪې مو پڪارېږي. د روحياتو د عالمانو په نظر د خپلو پټو وېرو او بې نومه دردونو د پېژندلو په برڪت ، له هغو سره چلند او په هغو باندې ڪنټرول اسانېږې. البته، ګڼ حڪايتونه د ذهن د پټو وېرو په باره ڪې نه، بلڪې د ژوند د اشنا حقيقتونو په باره ڪې دي چې موږ ورسره بلد يوو خو حڪايت فرصت راڪوي چې بيا يې راپه ياد ڪړو، بيا غور ورباندې وڪړو او د ژوند په سفر ڪې ويده پاتې نه شو.”
ځنګل د سلګونو ژباړل شويو حڪايتونو ټولګه ده. (لقمان او د غنمو وږي) په نوم په لنډ حکايت پيل او (د حقيقت ټاټوبی) په نوم په نسبتاً اوږده حڪايت پای ته رسېږي.
ځيني حڪايتونه لنډ، ځيني اوږده او ځيني پڪي ډېر تڪراري دي؛ يعني نور ځايونه به هم ليدل شوي او لوستل شوي وي. حڪايتونه ڪه په طنزي انداز وي او ڪه په جدي، خو د ژوند تجربه وي او لارښود غوندي وي. د حڪايتونو لوستنه ڪه له يوې خوا ذهني تفريح ده، له بلي خوا د ژوند، ڪار، همت، اميد، صبر، زغم او … په اړه ډېر څه راښيي. اخلاقي، روحاني، تاريخي او ټولنيز پېغامونه لري. د دې ځنګل سفر مو د ماضي په تجربو ڪي شريڪوي. د نورو د ڪار، فڪر او ژوند نتيجې راته ښيي.
ڪله نا ڪله د ڪور، ڪلي، ښار او ټولني له شورماشوره راوزځئ. د دې “ځنګل” په خاموشۍ ڪي سفر وڪړئ، چي د ډېرو په تجربو او نتيجو ڪي شريڪ شئ!