Home+ټولې خبرې په کورنۍ تربيه کې نه وي!

ټولې خبرې په کورنۍ تربيه کې نه وي!

رحمت شاه فراز
يوه ملګري ته مې پام شوو، د لمانځه په ټولو رکنونو کې يې بسم الله بسم الله ويله. ده اصل کې لمونځ له خپله پلاره زده کړی و. دی اوس شل کلن ځوان و، خو لمونځ يې سم نه و زده کړی.
د مذهبي اړخ دا مثال تاسې د ژوند په نورو ډګرونو کې هم موندلی شئ.
يوه ورځ مې د مکتب استاد ته وويل، دينداره کورنۍ چې شتمنه هم وي، ماشومان يې ډېر ځيرک او بيداره وي. خو چې يوازې دينداره وي، ماشومان يې ګنګس او ګول لويېږي. استاد چې خپله دينداره او په وس کې ښه و، زما خبره يې تائيد کړه. شايد وجه به يې هماغه وي چې ما د دې ليکنې په عنوان کې راوړې، «ټولې خبرې په کورنۍ تربيه کې نه وي.»
زموږ په ټولنه کې د وګړو ډېره تکيه په خپلې کورنۍ وي. خو دا د سطحي او يا نه‌فکر پايله ده. زموږ د کورنۍ مشران هم ماشومان يوازې له خپلې زاويې روزي او ټول ژوند په هماغه کوهي پورې محدود ګڼي چې دوی په کې روزل شوي، لوی شوي وي. تاسو به ليدلي وي چې عموما د ملا د کورنۍ ماشومانو به سپينې خولۍ او جامې اغوستې وي او کتار به روان وي. د ملا زوی که پتلون اغوستی و، د دوو خبرو نتيجه به وي، يا به يې پلار هوښيار وي او يا به يې زوی په دې پوه شوی وي چې «ټولې خبرې په کورنۍ تربيه کې نه وي.»
تاسو به هغه حکايت اورېدلی وي چې د يوه شرابي پلار دوه زامن وو. يو زوی يې د پلار په څېر شرابي و. دوهم يې بريالی تجار و. دا فرق ولې دی؟ ځواب يې لقمان حکيم صاحب ډېر پخوا راکړی چې ادب له بې ادبو زده کېږي. پلار چې بې ادبه وي، زوی دې ځان په ښو اخلاقو سمبال کړي. زما دا خبره ډېره بوږنوونکې ښکاري چې پلار ته دې ولې بې ادبه وويل شي؟ خو دا ځکه بوږنوونکې ښکاري چې موږ ټوله تکيه په خپلو مشرانو کوو او په تعليم، کتاب، ښه ملګري او استاد ډېر باور نه کوو.
زما مرحوم پلار رحمه الله به زما د ځينو ښوونکو بدي راته بيانوله، شايد سم به يې ويل. (شايد) د دې لپاره نه وايم چې په خپل پلار مې باور نه لرم، بلکې پلار مې يوه خبره له خپلې زاويې کوله او د هغه له زاويې به سمه هم وه. خو په مسایلو کې زه خپله هم يوه زاويه لرم. د ښوونکو په خوا کې يې، زما د ټولو ملګرو په باره کې بدبيني په زړه کې لرله. خو ما د پلار دغې خبرې ته ډېره اعتنا نه ده کړې. ما خپل ځان هم پېژانده او خپل ملګري مې هم پېژندل.
د دغه ډول سپين‌سترګي دريځ سبب دا و چې زما پلار په ټولو خبرو نه پوهېده، نه يې زما ټول ملګري پېژندل، بلکې له خپلې پوهې او تجربې يې يوه خبره کوله او زما د پلار پوهه او تجربه په هر ډګر کې ماته مهمه نه وه، ځکه «ټولې خبرې په کورنۍ تربيه کې نه وي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...