تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۸ مه) د ټکنالوژۍ مشهور شرکت میټا خپلې نوې ځیرکې عینکې بازار ته وړاندې کړې. د دغو عینکو د پیل یا لومړنۍ بیه ۲۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.
شرکت وایي، دا عینکې تر پخوانیو سپکې، اسوده او د کارونې لپاره ډېرې مناسبې دي.
د میټا په وینا، نوې عینکې په درېیو بېلابېلو ډیزاینونو کې وړاندې شوې او د ۱۲ مېګاپېکسله کامرې، لوړ کیفیت سپیکرونو، شپږو مایکروفونونو او د شرکت د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ په هوښیار یا ځیرک مرستیال سمبال دي.
شرکت وایي، د مصنوعي ځیرکتیا وړتیاوې یې هم پیاوړې شوې دي، چې کاروونکي کولای شي په طبیعي ډول ورسره خبرې وکړي، په بېلابېلو ژبو ژوندۍ ژباړه واوري او د «ډاینامیک عکسونو» په څېر نوې ځانګړنې وکاروي.
میټا زیاته کړې، عینکې د تنظیمېدونکو موقعیتونو، انعطافمنونکي چوکاټ او لېلابېلې اندازې لري.
دا عینکې په پوره چارج تر ۸ ساعتونو پورې کار کوي، او ورسره ځانګړی د چارج بکس هم ورکول کېږي چې د بیټرۍ موده نوره هم اوږدوي.
د میټا په وینا، هدف یې دا دی چې مصنوعي ځیرکتیا د خلکو د ورځني ژوند یوه عادي برخه وګرځوي، او په نژدې راتلونکي کې به د غږ له لارې د لارښوونې (Voice-guided Navigation) ځانګړنه هم ورته ورزیاته کړي.