Homeخبرونهد شانګهای همکارۍ سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان د ثبات په...

د شانګهای همکارۍ سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان د ثبات په اړه خبرې وکړې

تاند(یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۷ مه) د شانګهای همکارۍ سازمان او ملګرو ملتونو د دواړو بنسټونو د دارالانشاګانو ترمنځ د سلا مشورو په څلورم پړاو کې د افغانستان د وضعیت پر ثبات او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سیمې د دوامدارې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اقلیم، سوله او امنیت او همداراز په افغانستان کې د وضعیت د ثبات لپاره هڅې د دې غونډې د اجنډا مهم ټکي وو.

د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه د روان میلادي کال د جون په ۲۶مه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په نیویارک ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمنشي د مرستیال احمد سعید مرادزاده او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال محمد خالد خیاري په ګډه مشري ترسره شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...