تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۸ مه) اکسیوس خبري وېبپاڼې راپور ورکړی چې د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي په وینا، امریکا او ایران هوکړه کړې چې پر یو بل به بریدونه ودروي او ټاکل شوې د سېشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هرمز تنګي پر سر د اختلافاتو د حل لپاره خبرې وکړي.
د اکسیوس په وینا، د خبرو له بهیر څخه یوې خبرې سرچینې ویلي چې ټاکل شوې وه دا خبرې په پیل کې په سویس کې وشي او د ایران پر اتومي پروګرام راڅرخي، خو د وروستیو کړکېچونو له امله هم د خبرو ځای بدل شوی او هم یې اصلي موضوع د هرمز تنګي ته اوښتې ده.
د یوه امریکايي چارواکي او یوې باخبره سرچینې په وینا، تمه ده چې د امریکا د تخنیکي ټیم مشر، نیک سټوارټ، هم په دغو خبرو کې ګډون وکړي.
اکسیوس لیکلي، سپینې ماڼۍ تر اوسه د دې راپور په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
د ایران او امریکا ترمنځ اوربند د دواړو لورو له خوا د بریدونو له بیا پیل او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه خبرداري وروسته، چې د جګړې د بیا پیل او «کار د پای ته رسولو» ګواښ یې کړی، له نازک وضعیت سره مخامخ شوی دی.
د راپور له مخې، وروستۍ نښتې د جګړې د پای ته رسولو د تفاهملیک د بېلابېلو تفسیرونو، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي اړوند مادو، له امله رامنځته شوې دي.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي: «موږ پرېکړه وکړه چې ټول پوځي عملیات ودروو.»
د راپور له مخې، تېره اوونۍ د ولسمشر د مرستیال جيډي ونس په مشرۍ په سویس کې د خبرو پر مهال، د امریکا پلاوي له ایران سره موافقه کړې وه چې د هرمز تنګي د تګراتګ د همغږۍ لپاره د امریکا د پوځ او د ایران د سپاه پاسداران ترمنځ یو «بیړنی مخابراتي تماس» رامنځته شي.
خو د شنبې تر ورځې پورې دغه تماس لا نه و فعال شوی، په داسې حال کې چې ایران یو ځل بیا ادعا کړې وه چې بېړۍ باید له هرمز تنګي د تېرېدو لپاره له تهران سره همغږي وکړي.
د تفاهملیک له مخې، ایران ژمنه کړې چې له هرمز تنګي به د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي، او په مقابل کې امریکا د ایران پر بندرونو لګېدلې محاصره پای ته رسولې ده.