Home+له استاد رفیع سره د زړه خواله| ذبیح الله شفق

له استاد رفیع سره د زړه خواله| ذبیح الله شفق

یو بحث او څو پوښتني
نن مي د هیواد له نوموتي شاعر، څېړونکي، لیکوال، مورخ او ادیب استاد حبیب الله رفیع سره د پغمان په ښکلې او طبیعي هوا کي د مجلس کولو ویاړ درلود. استاد رفیع له علامه حبیبي، مرحوم بېنوا، علامه رشاد او پوهاند رښتین راوروسته نسل مخکښه هستي ده چي د ژبي، فرهنګ او ادبیاتو په غني کولو کي لوی لاس لري او د هیواد د تېرو څو لسیزو د آنارشۍ د میدان یو له مهمو لیدونکو او لوبېدونکو لوبغاړو څخه هم دی. د پښتو ادب د معاصري دورې د مهمو شخصیتونو څخه زما په ګومان عبدالباري جهاني، حبیب الله رفیع او استاد زلمی هیوادمل را پاته دي او زه ځان بختور احساسوم چي له درو سره فرهنګي او اکاډمیکو شخصیتونو سره د مجلس او پوښتنو کولو ویاړ لرم، پالم او ساتم یې.
له استاد رفیع څخه نن درې پوښتني:
۱ – پوښتنه: د پښتو راتلونکی څنګه ارزوئ؟ د علامه حبیبي، رشاد، الفت او رښتین په څېر شخصیتونو د پښتو د لرغوني ژبي د بډایه کولو ډېري هڅي وکاندلي، ځانونه یې زهیر کړو او ډېر څه یې پرېښودو. اوسنی او ستاسي څخه وروسته نسل به دا ژبه د Al د بې ساري څرخون، انقلاب او ټیکنالوژیکي راتګ سره څنګه پالي او سیالوي؟
جواب: د پښتو په بڼ کې ډېر ګلان پر غوړېدو دي. پښتو اوس نړیواله شوې، دا ګلان د پښتو راتلونکی جوړوي. د پښتو د بډایه کېدني انګېزه د پاللو پر خوا ښکاري او زه ورته امید وار یم.
۲ – پوښتنه: آیا تاسي پر خپلو تېرو لیکنو، شعرونو او آثارو کله هم پښېماني څرګنده کړې؟ داسي ادعا کېږي چي تاسي د ۱۹۸۰ مو کلونو په خاص ډول بیا پر افغانستان د سرو لښکرو د را بهېدني وروسته و ځینو رژیمونو او واکمنانو ته په مستعمار او غیري مستعمار نومونو توند او د ځینو ثبوتونو د ادعا له مخي پېغور آمېز او ښکنځل آمېزه لیکل کړي، ستاسي تېر سیاسي فعالیت مو پر اوسني شته فرهنګي شخصیت کوم نوعه آغېز نلري؟ یا هم د پښېمانۍ احساس درته نه کېږي؟
جواب: نه، نه قطعاً نه. ما چې څه لیکلي او یا ویلي پخپل شعور مې لیکلي او ویلي. زه د قلم سړی یم. نه چا مجبوره کړی، او نه مې د چا په خوښه کړي. هرڅه چې مې لیکلي او ویلي د دې هېواد د خیر او ښیګڼې لپاره مې کړي، پردي مې رټلي، خپل مې ستایلي او د دې هېواد د خپلواکۍ او ښېرازۍ لپاره مې کړي. نور چې هر څوک ادعاوي او قضاوتونه کوي خپل کار یې دی.
۳ – پوښتنه: څه فکر کوئ؟ څو لسیزي وروسته به مو پښتانه نوم د شونډو سرته راوړي، یا به مو د سټیج پر سر یادوي او یا به مو په کتابونو او لیکنو کي ستایي؟
جواب:
 د خوشحال قدر که اوس په دنیا نشته
  پس له مـــــرګه به یې یاد کا ډېر عالم
استاد ته اوږد عمر، روغ صحت او خوشحاله ژوند.
یادونه: خپل عکس مي کټ کړی او د استاد دا مي بشپړ راوستلی. په منني.
۲۰۲۶/۶/۱۸ – کابل، دارالامان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...