تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۹ مه) ایراني رسنیو تېره شپه (پنجشنبه) د ایران اوسني مشر مجتبي خامنهيي ته یو منسوب متن خپور کړ. په دې پیغام کې ویل شوي چې د اسلامي جمهوریت مشر د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهملیک د لاسلیک په اړه «بل نظر» درلود، خو د دې چارې مسوولیت یې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې د ملي امنیت د عالي شورا مشر دی، او د دې شورا نورو غړو ته ورسپارلی دی.
په دې پیغام کې له امریکا سره د هوکړې په اړه راغلي دي:
«ما په اصل کې بل نظر درلود، خو له دې امله چې محترم ولسمشر د ملي امنیت د عالي شورا د مشر په توګه، د خپل ځان او نورو غړو له لوري ماته د ایران د ملت او د مقاومت جبهې د حقونو د ساتنې په اړه ژمنه راکړه او په څرګندو ټکو یې د مسوولیت منلو اعلان وکړ، ما د دې اجازه ورکړه.»
په دې پیغام کې وروستی تفاهملیک د «ایران او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ تفاهملیک» بلل شوی او ویل شوي چې د اسلامي جمهوریت مشر او د ایران خلک به له دې وروسته «د یادو شرطونو د پوره کېدو په تمه وي».
په پیغام کې همداراز ویل شوي چې راتلونکې مخامخ خبرې اترې «د دښمن د نظر د منلو په معنا نه دي».
د مسعود پزشکیان اجرايي مرستیال جعفر قائمپناه، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران ولسمشر وتوانېد چې د ایران او امریکا تفاهملیک له یوه کس پرته د ملي امنیت د عالي شورا په ټولو غړو لاسلیک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په لومړي سر کې ټاکل شوې وه محمدباقر قالیباف د ایران له لوري او جيډي ونس د امریکا له لوري دغه تفاهملیک لاسلیک کړي. خو د چهارشنبې په ماښام د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او مسعود پزشکیان، دغه تفاهملیک له لرې (انلاین) لاسلیک کړ.