تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۹ مه) د محمد نوروزي په نوم یو افغان وګړی چې په ایران کې اوسي او د جنورۍ د میاشتې د اعتراضونو په ترڅ کې نیول شوی و، د محکمې له خوا په شپږ کاله بند محکوم شوی دی.
ایران وایر انلاین رسنۍ، چې له ایرانه دباندې فعالیت کوي، د پنجشنبې په ورځ ولیکل چې د تعقیب کمېټې راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو نوروزي د جنورۍ په ۱۵مه د هغه له شخصي کور څخه نیولی و. له نیول کېدو وروسته، نوموړی د ملایرد ښارګي د کشفي پولیسو مرکز ته ولېږدول شو. د خبرو سرچینو په وینا، هغه تر څلورو ورځو توقیف او وهلو ټکولو وروسته د قزلحصار زندان ته انتقال شو.
د راپور له مخې، نوروزي د توقیف پر مهال څو ځله له ایران څخه د ایستلو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شوی و. هغه وروسته د یو میلیارد تومان ضمانت په بدل کې په موقتي ډول له زندان څخه خوشې شو.
وروسته محکمې دغه افغان وګړی د «غونډو او دسیسې» او «د نظام پر ضد تبلیغاتو» په تورونو په شپږ کاله بند محکوم کړ. ویل شوي چې د دې پرېکړې دوسیه اوس د استیناف یا اپیل په پړاو کې ده.
څرګنده نه ده چې محمد نوروزي، چې په خپله کډوال و، ولې باید د ایرانیانو په اعتراضونو کې ګډون کړی وي.