اسلم خان خپله راډیو ګل کړه او په خندا یې وویل:
«دې ته مشران وایي؟ راشئ زموږ حال هم وګورئ!»
نړۍ چېرته روانه ده او موږ په کومو ستونزو کې راګیر یو؟
د نورو رهبران پر خپلو ماشومانو پانګونه کوي، له ماشومتوبه یې د هېواد او ولس د ښېرازۍ لپاره روزي؛ خو موږ پر خپلو ماشومانو ښوونځي تړو. نو بیا څنګه د آبادۍ او پرمختګ تمه ولرو؟
تل به همداسې د نورو محتاج او د بل لاس ته ناست یو. متل دی: «چې نه دې وي سړي، مه قورت خوره، مه غوړي.»
د نننۍ نړۍ په سیالۍ کې هغه ملت د قدر وړ وي چې قدرمن او روزل شوی نسل ولري.
رهبري دې ته نه وایي چې یوازې د فرمانونو دفتر پرانیزې او هر څه چې ذهن ته درځي، پر ولس یې وتپې.
واه سړیه! لږ خو د دې خلکو غږ هم واوره. تر نیمایي ډېر ولس وږي ویده کېږي او د ژوند له لومړنیو اړتیاوو هم بې برخې دی.
هغه ټوکه ده چې: دوه ګاونډیان وو. یوه یې په جومات کې تلاوت کاوه، خو دې بل به ورته نه پرېښود. چا ترې وپوښتل:
«ولې یې نه پرېږدې؟»
هغه ورته وویل:
«ټوله شپه ترې زموږ کور ته وږي پیشوګانې راروانې وي. د بخل له امله ورته یو مړۍ هم نه اچوي، خو دلته ځان راته دینداره ـ دیندار ښيي. نه یې پرېږدم چې یو ټکی هم ولولي!»
مسلماني یوازې دا نه ده چې په جومات کې کښینې او پر خلکو حکومت وچلوې. د مسلمانۍ نورې ډېرې دندې او مسؤلیتونه هم شته.
باید ستا له لاسه انسان، ټولنې او نړۍ ته خیر ورسېږي. یوازې د «رهبر» نوم اخیستل او پر څوکۍ پلتۍ وهل رهبري نه ده.
رهبري دې ته نه وایي چې د وږي ولس پر اوږو کښینې او خپلو ارمانونو ته ځان ورسوې.
یوه ورځ خو د همدې ولس د حال پوښتنه وکړه؛ لږ تر لږه به پوه شي چې څوک یې د درد او ستونزو پوښتنه کوي.
حکومت باید د مور او پلار په څېر د ولس پر سر د مهربانۍ لاس راتېر کړي، د خلکو درد واوري او د هغوی د هوساینې لپاره عملي ګامونه واخلي؛ ځکه د رهبرۍ اصلي مانا خدمت دی، نه واکمني.