تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۶ مه) د بریتانیا حکومت وايي چې ښايي له طالبانو سره د هغو افغان پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وڅېړي، چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، لندن د اروپايي هېوادونو ورته تګلارې له نژدې څاري او په دې برخه کې په حکومت کې دننه هم بحثونه روان دي.
په همدې حال کې راپورونه ښيي چې برېتانیايي چارواکو مخکې له دې هم د طالبانو له استازو سره د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو پر امکان لومړنۍ خبرې کړې دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم تایید کړې چې د دواړو لورو ترمنځ تماسونه او لیدنې شوي دي.
هغه ویلي، طالبان د بېرته ستنېدونکو افغانانو د منلو لپاره کوم ځانګړی شرط نه لري او هر افغان به ومنل شي.
سره له دې، بریتانیا لا هم طالبان په رسمیت نه پېژني، چې دا موضوع د کډوالو د ایستلو په بهیر کې یو مهم خنډ بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، تېر کال په بریتانیا کې د زرګونو افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي، خو تر اوسه یوازې لږ شمېر بېرته ستانه شوي دي.