تاند (یکشنبه د غویي/ثور ۶مه) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، تېره شپه سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پر مېلمستیا چې ده او مېرمن یې هم په کې ګډون کړی وو، بریدګر یې نیول شوی.
ټرمپ له دغې پېښې وروسته یوې غونډې ته وویل: «یو کس چې په وسلو سمبال وو، په امنیتي پوستې برید وکړ او وروسته د پټو خدماتو لخوا نیول شوی.»
هغه ویلي چې برید کې ده، مېرمنې او د کابینې غړو ته یې زیان نه دی اوښتی او ژر به په دې اړه پرېکړه وشي.
د راپورونو له مخې، سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د پروګرام په پیل کې کله چې ټرمپ او د هغه مېرمن مېلانیا ټرمپ هم په تالار کې حاضر وو، د ډزو ته ورته غږ واورېدل شو.
له دې سره سم، د پولیسو ځانګړي ځواکونه د پېښې ځای ته داخل شول او د امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ولسمشر او نور لوړپوړي چارواکي د پټو خدماتو له لوري له تالاره وایستل شول.
ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د ډزو پر مهال د پټو خدمتونو یو افسر په ګولۍ لګېدلی، خو هغه د مرمۍ ضد واسکټ اغوستی و، چې له کبله ورته زيان نه دی اوښتی.
ولسمشر ټرمپ وويل، بریدګر نیول شوی او ادعا وکړه چې له هغه سره څو وسلې وې.
نوموړي زياته کړه، هوټل خوندي ځای نه و او له همدې امله په سپینه ماڼۍ کې ودانۍ جوړوي. ولسمشر ټرمپ وايي د بریدګر عکس یې پر خپله ټولنیزه رسنۍ شریک کړی دی.
تازهد یوه بل خبر له مخې د هغه وسله وال کس په اړه نور جزئیات راڅرګند شوي چې د واشنګټن هېلټن هوټل کې امنيتي کسانو د تښتې پر مهال نيول دی.
د سي بي اېس نيوز په وینا مشکوک کس ۳۱ کلن او د کليفورنيا اوسېدونکی دی.
د واشنګټن ډي سي ښاروال موریل باوزر وویل هلته په نژدې روغتون کې د دغه کس درملنه کېږي او د پولیسو په توقیف کې دی.