Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان؛ پر علي وزیر لګېدلي تورونه جعلي دي

د بښنې نړیوال سازمان؛ پر علي وزیر لګېدلي تورونه جعلي دي

تاند (چهارشنبه د غوئي – ثور ۲مه) د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې، د پاکستان د پارلمان مخکنی او د پښتون‌ ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي، علي‌وزیر باندې لګېدلي تورونه بې اساسه او جعلي دي.

یاد سازمان نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، علي وزیر له ۲۰۲۰ کال راهیسې څو ځله نیول شوی اوس هم د جعلي تورونو له امله په زندان کې ساتل کيږي.

یاد سازمان ویلي، پر علي‌وزیر د پاکستان د حکومت لخوا د ترهګرۍ جعلي تور لګېدلی چې موخه یې د هغه چوپ کول او د فعالیتونو مخنیوی دی.

خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې چې، علي‌وزیر د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې بېلابېل فعالیتونه کول.

د علي وزیر د خوشې کېدو په تړاو کلونه کېږي چې، هڅې روانې دي خو سره له دې چې یاد سازمان پرې لګېدلي تورونه جعلي یادوي خو بیا یې هم پاکستانی حکومت نه خوشې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...