Homeخبرونهمتقي د ایران او امریکا ترمنځ د ډيپلوماسۍ پر بنسټ چلند رغنده...

متقي د ایران او امریکا ترمنځ د ډيپلوماسۍ پر بنسټ چلند رغنده ګام وباله

تاند (چهارشنبه د غوئي – ثور ۲مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ‏امیرخان متقي د ایران او امریکا ترمنځ د ډيپلوماسۍ پر بنسټ چلند رغنده ګام وباله.

یاد وزارت وايي چې، امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره د سیمې پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.

متقي همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتېدو او په نورو برخو کې د همکاریو د پراخېدو هرکلی کړی دی.

هغه د ایران او امریکا له لوري د ډیپلوماسۍ پر بنسټ چلند رغنده ګام وباله او د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د مسایلو پر حل یې ټینګار وکړ.

بل لورته بیا عباس عراقچي خپل افغان سیال د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو له وروستي وضعیت خبر کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...