تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو د بریالیتوب لپاره به اوربند تر نامعلوم وخت پورې وغځوي.
ټرمپ په خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کې لیکلي چې دا پرېکړه د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر او د دغه هېواد د صدراعظم شهباز شریف په غوښتنه شوې ده. د هغه په وینا، پاکستاني چارواکو ترې غوښتي چې پر ایران د احتمالي برید مخه ونیسي، څو د ایران مشران وکولای شي پر یوه واحد دریځ سلا شي.
هغه زیاته کړې چې پوځ ته یې امر کړی چې محاصره روانه وساتي او پوره تیارسی واوسي، خو اوربند به تر هغه وخته وغځوي چې د ایران له لوري وړاندیز وشي او خبرې پایلې ته ورسېږي.
د ونس د سفر نامعلوم برخلیک
له دې څرګندونو لږ مخکې، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د پاکستان سفر، چې ټاکل شوې وه له ایران سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ شي، موقتاً ځنډولی دی.
د راپور له مخې، که څه هم لا هم احتمال شته چې ونس د اوونۍ په وروستیو کې سفر وکړي، خو ځینو سرچینو ویلي چې ټرمپ په خپلو شخصي خبرو کې د دې سفر د بیخي لغوه کېدو موضوع هم څېړلې ده.
سرچینې وايي، د دې پرېکړې یو لامل دا دی چې ایران د اتومي پروګرام په اړه د امریکا غوښتنو ته د غاړه اېښودو لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې، او بل دا چې تهران لا هم د خبرو لپاره روښانه او قطعي ژمنه نه ده کړې.