تاند – ویټامین سي یو له هغو پېژندل شویو مغذي موادو څخه دی چې ډېر وخت د انسان د معافیتي سیستم د پیاوړتیا او د ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم بلل کېږي، خو د متخصصانو په وینا په اړه ډېرې ادعاوې مبالغه شوې دي.
دا ویټامین په بدن کې مهم رولونه لري، لکه د انتياکسیدان په توګه عمل کول، د وسپنې په جذب کې مرسته، د ټپونو رغول، او د کولاژن تولید چې د پوستکي او نورو نسجونو د روغتیا لپاره ضروري دی. د دې سخت کمښت د «سکوروي» ناروغۍ لامل کېږي، خو دا ډول کمښت په هغو کسانو کې چې متوازن غذا لري، ډېر کم لیدل کېږي.
د انسان بدن پخپله ویټامین سي نه شي جوړولای، نو باید دا د خوړو له لارې، په ځانګړي ډول له مېوو او سبزیو څخه ترلاسه شي. که څه هم مکملونه له کیمیاوي پلوه د خوړو له سرچینو سره ورته دي، خو نور ګټور مواد لکه فایبر او نباتي مرکبات نه لري چې د جذب او اغېزمنتیا په ښه کېدو کې مرسته کوي.
د عام باور برعکس، څېړنې ښيي چې د ویټامین سي مکملونه د زکام مخنیوی نه شي کولای، که څه هم کېدای شي د نښو موده او شدت لږ راکم کړي. همدارنګه، د زړه ناروغیو، فلج او سرطان پر وړاندې یې اغېز ډېر محدود یا ناڅرګند دی. حتی د وینې فشار په کمولو کې یې اغېز ډېر کم او له طبي پلوه چندان مهم نه ګڼل کېږي.
د ویټامین سي ډېر زیات استعمال (په ورځ کې تر ۲۰۰۰ مليګرامه زیات) کولای شي ځینې ناوړه اغېزې ولري، لکه نس ناستی، زړه بدوالی او حتی د پښتورګو ډبرې. ځکه دا ویټامین په بدن کې نه زېرمه کېږي، نو لوړه کچه یې کومه اضافي ګټه نه لري.
له عملي پلوه، دا غوره ده چې ویټامین سي له طبیعي سرچینو څخه ترلاسه شي، ځکه دا سرچینې یو لړ داسي ګټور مرکبات لري چې یو د بل اغېز پیاوړی کوي، خو په مکملونو کې نه وي.
مکملونه په ځینو ځانګړو حالتونو کې، لکه د تغذیې کمښت، ځینې ناروغیو یا غذایي محدودیتونو کې ګټور تمامېدای شي، خو د ډېری روغو خلکو لپاره یې عادي کارونه نه یوازې اړین نه دي، بلکې د «مکملونو له لارې روغتیا» په اړه ناسم تصور هم رامنځته کوي.
په مجموع کې، د ډېرو خلکو لپاره د ویټامین سي مکملونو کارول ضروري نه دي، او یو متوازن غذایي رژیم په اسانۍ سره د بدن ورځنۍ اړتیا پوره کوي. علمي شواهد هم د دې ویټامین په اړه ډېرې عامې ادعاوې ردوي.