Homeکلتورد مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي، له نویو نظریاتو مو خبروي او د ژوند کولو د پرمختګ نوي مهارتونو زده کړه ترلاسه کوئ.
لوستلو سره تاسو له نویو کلماتو سره آشنايي پیدا کوئ د لیک او لوست ژبه مو غښتلې کېږي او د هر چا په نظریاتو باندې پوهېږئ. مطالعه کاري فشار له منځه وړي او د کار د ترسره کولو تمرکز مو زیاتوي.
د کتابونو د مطالعې له لارې تجربه ترلاسه کوئ، تخیل او فکر مو پیاوړی کېږي، معلومات مو ډیریږي، په چارو کې تشې او نیمګړتیاوې مو کمیږي، ورځنۍ مطالعه که ډیره لږه هم وي ستاسو په ژوند کې ورځې تر بلې تغییرات رامنځته کوي.
له لوستلو سره تاسو په ځان اعتماد پیدا کوئ او ستاسو د مطالعې او لیکلو مهارتونه ډیریږي او همدارنګه ستاسو په خبرو کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي چې کولای شئ په هره موضوع رڼا واچوئ.
که څه هم په مطالعې سره ستاسو جرئت زیاتیږي، مثبت فکر کوئ او خلاقه کېږئ او د دې ترڅنګ ستاسو شخصیت وده کوي او ژوند کې موخو ته د رسیدو لاره هواروي.
غواړم دلته په یوې خپلې لنډې تجربې تم شم هغه داچې د انګلیسي د زده کړې لپاره مې د کتابونو مطالعه پیل کړه په لومړي سر کې په کتاب نه پوهیدم، په لږو لږو کلماتو پوهیدم د ورځو په تېریدو سره دا د دې لامل شول چې زه په ټول کتاب پوه شم او آن داچې وروسته بیا دې ته اماده شوم چې زه د کتابونو ژباړه پیل کړم.
که څه هم په ورځنۍ توګه د لس پاڼو مطالعه هم کولای شي د میاشت او کال په ترڅ کې ستاسو په ژوند کې مثبت بدلون راولي، خو که چیرې دا مطالعه یا لوستل دوامداره شي ښایي له کلونو وروسته تاسو د ډیرو مهارتونو څخه برخمن یشئ او د ژوند په چارو کې داسې تجربه ترلاسه کړئ چې د ډیریو پروژو په بریالیتوب او ناکامۍ مخکې تردې چې پیل کړئ پوه شئ.
وروسته له مطالعې که چیرې په هغو موضوعاتو چې تاسو لوستلې دي له ملګرو او دوستانو سره خبرې وکړئ، نو په دې پوه شئ چې ستاسو د ژوند په چارو کې هغه بریالیتوبونو لارې چې لوستلي مو دي عملی کېږي او تاسو خپلو موخه ته رسوي.
مطالعه ستاسو ذهني فشار کموي تاسو ته د کامیابۍ او خوشحالۍ لارې ښه یې، د خوشحاله او هوسا ژوند فرصتونه ترلاسه کوئ او تاسو کولای شئ د ژوند له مشکلاتو سره اکاډمیکه مبارزه ترسره کړئ.
که څه هم په ژوند کې واړه مثبت عادتونه کولای شي ستاسو په ژوند کې تغیر راولي، خو که چیرې د دې عادتونو له ټولګې څخه تر ټولو ستر عادت مطالعه یا لوستل وي، له یوې خوا به ورځ تر بلې ستاسو علم زیاتیږي، نویو نظریاتو سره به آشنا کېږۍ او له بل پلوه به په ژوند کې خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره هغه ستونزې او خنډونه چې د چارو د پرمختګ مخنیوی کوي په ښه او اسانه توګه له منځه وړل کېږي.
د مطالعې په ترسره کولو سره مونږ د معلوماتو له بېلا بېلو ښونځیو سره آشنا کېږو او د نورو کسانو په پرتله د ژوند په چارو کې چالاکه او غښتلې کېږو او همدا رنګه هغه کسان چې غواړي مونږ سره رقابت ترسره کړي او یا هم د بریالیتوبونو د رسیدو په مقابل کې ستونزې جوړې کړي له خپلو کامیابیو مو نشي را ګرځولی.
که څه هم کتابونه د معلوماتو لویه سرچینه بلل کیږي، خو په مطالعې او لوستلو د کتاب سره انسانان شتمن کېږي، خلاقه کیږي، خوشحاله کیږي، سترس یې کمیږي، اړیکې پراخېږي، د خلکو توجه ورته زیاتیږي، خبرې ارزشتمنده کېږي، مینه وال یې ډیریږي، د ژوند په لارو چارو کې د کامیابې احساس ورته پیداکېږي، ستونزې کمېږي، ژوند موخو ته رسیدل یې حتمي کیږي او نه پریږدي چې داسې لارې تجربه کړئ چې بریالیتوبونو ته رسیدل یې شونې نه وي.

https://focuskeeper.co/glossary/what-is-study-habits
https://www.jetir.org/papers/JETIR1908A82.pdf
https://prepacademytutors.com/the-importance-of-good-study-habits

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...