Homeخبرونهجین د نړۍ تر ټولو اوږد اسکلیټر جوړ کړ

جین د نړۍ تر ټولو اوږد اسکلیټر جوړ کړ

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) د چین په ووهان ښار کې د نړۍ تر ټولو اوږده اتومات زینه (اسکلیټر) جوړه شوې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ډېر پام ځان ته اړولی دی.

دا ځانګړې زینه د «ګودېس» په نوم یادیږي او اوږدوالی یې ۹۰۵ متره دی. تر دې اوږد اسکلېټر په نړۍ کې نه شته.

په دې سیستم کې ۲۱ جلا برقي زینې، ۸ لفټونه، ۴ خوځنده پلې لارې او څو د پلیو پلونه شامل دي، چې دا ټول یو پرمختللی او منظم ترانسپورتي سیستم جوړوي. دا زینه کولی شي خلک د ۸۰ پوړیزې ودانۍ (یا ۲۴۲ متره) په اندازه لوړوالي ته په شاوخوا ۲۱ دقیقو کې ورسوي، چې دا د دې اسکلیټر د حیرانوونکې وړتیا او پرمختګ ښکارندویي کوي.

د شپې پر مهال، کله چې دا زینه په رنګارنګ څراغونو روښانه شي، نو یوه ډېره ښکلې او زړه راښکونکې منظره وړاندې کوي چې لیدونکي ځان ته جذبوي.

د دې پروژې موخه دا ده چې د ښار د زیاتېدونکي نفوس لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي او د ښار ښکلا نوره هم زیاته کړي.

دا اسکلیټر په فبرورۍ کې افتتاح شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...