تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۲مه) د لیتوانيا د پوله ساتو ځواکونو چارواکو پرون (سې شنبې) وویل چې ۳۴ غیرقانوني کډوال يې هغه مهال ونیول چې له بېلاروس څخه دغه هېواد ته ننوتل.
د لیتوانیايي چارواکو په وینا د نیول شویو کسانو په منځ کې يو شمېر افغانان هم شامل دي.
د روسیې تاس خبري اژانس د لېتوانيا د پوله ساتې ادارې له قوله ویلي، دا د روان ميلادي کال تر ټولو لويه ډله ده چې نيول شوې ده.
تر دې مخکې، تر ټولو لويه پېښه د مارچ په ۲۵مه ثبت شوې وه، چې پکې ۲۹ کسانو له پولې د اوښتو هڅه کړې وه.
د راپور له مخې، دغو کسانو ويلي چې دوی د الجزایر، افغانستان، پاکستان، سومالیا او اریتریا څخه راغلي دي.
د لیتوانيا چارواکي وايي چې دا کډوال له نيولو وروسته بېرته د بېلاروس خاورې ته ستانه کړل شوي دي.
د چارواکو په وينا، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهيسې، له کله چې له اسيا او افريقا څخه د بېلاروس له لارې اروپايي اتحاديې ته د کډوالو د اوښتو هڅې زياتې شوې، لیتوانيا د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو تګلاره خپله کړې ده.
د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې تر ۱۶۰۰ زيات کسان د لیتوانيا له پولو بېرته بېلاروس ته ستانه کړل شوي، او سږ کال تر اوسه ۱۶۹ پېښې ثبت شوې دي.