تاند (چهارشنبه د کب – حوت ۲۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد تازه رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان دې زمونږ له لوري د سخت اوستر ځواب انتظار وباسي.
مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.
هغه ویلي چې، د طالبانو حکومت کابل کې د وروستي پاکستاني برید ځواب ورکولو کې بیړه نه کوي او د پوځي محرميت له امله جزئیات نه شي خپرولی، خو زیاتوي چې ځواب به حتمي وي.
مجاهد کابل کې په نشهيي توکو د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید “لوی جرم” وباله او زیاته یې کړه چې د دې “پاکستاني جرم” په اړه د نړیوالو د خبرولو لپاره ټول امکانات کارول شوي دي.
د هغه په وینا، افغانستان حق لري چې د پاکستان برید ته سخت غبرګون وښيي.
ذبیحالله مجاهد د پاکستان هغه ادعا “احمقانه” وبلله چې ګنې په دې ځای کې وسلې جوړېدې او بیا یې ټینګار وکړ چې پاکستان پر نشهيي توکو د روږدو د درملنې مرکز په نښه کړی.
مجاهد په دغه مرکه کې ویلي چې، د پاکستان هدف وېره خپرول دي.
بل لورته بیا د افغانستان د عدلي طب ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د دوشنبې پر شپه د پاکستان په هوايي برید کې له سلو تر دوه سوه پورې جسدونه دې ادارې ته لېږدول شوي دي.
د دې ادارې مشر نجیبالله فاروقي زیاته کړې چې ځینې د زیات سوزېدو له امله نه پېژندل کېږي.
هغه وویل چې جسدونه له پېژندنې پرته هېچا ته نه شي سپارل کېدای او د هغوی د برخلیک په اړه به د طالبانو حکومت پرېکړه وکړي.
فاروقي دا هم تایید کړه چې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
د عدلي طب ریاست: د پاکستان د برید قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي