تاند (چهارشنبه د کب – حوت ۲۷مه) د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د کوچني اختر په مناسبت پر افغانستان هوایي بریدونه دروي.
نوموړي زیاته کړې چې، دا کار یې د سعودي، قطر او ترکیې په غوښتنه کړی دی.
تارړ زیاته کړې چې، پرېکړه یې کړې چې،د بریدو دا لنډمهاله ځنډ به د روانې مارچ میاشتې تر ۲۴مې دوام ولري.
پاکستان داسې مهال دا پرېکړه کوي چې، تېره دوشنبه د شپې پرمهال یې په یوه هوایي برید کې په کابل کې د روږدو روغتون په نښه کړ او سلګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.
بل لورته بیا تازه افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد تازه رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان دې زمونږ له لوري د سخت اوستر ځواب انتظار وباسي.
هغه ویلي چې، د طالبانو حکومت کابل کې د وروستي پاکستاني برید ځواب ورکولو کې بیړه نه کوي او د پوځي محرميت له امله جزئیات نه شي خپرولی، خو زیاتوي چې ځواب به حتمي وي.
مجاهد کابل کې په نشهيي توکو د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید “لوی جرم” وباله او زیاته یې کړه چې د دې “پاکستاني جرم” په اړه د نړیوالو د خبرولو لپاره ټول امکانات کارول شوي دي.
د هغه په وینا، افغانستان حق لري چې د پاکستان برید ته سخت غبرګون وښيي.