Homeخبرونهپاکستان د ۵ ورځو لپاره اوربند اعلان کړ

پاکستان د ۵ ورځو لپاره اوربند اعلان کړ

پاکستان وايي، د کوچني اختر په مناسبت د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه په افغانستان کې د «غضب‌لله‌الحق په نوم خپل عملیات په موفت ډول دروي.

دا وقفه به د مارچ د اتلسمې او نولسمې ترمنځ د شپې له دوولس بجو پیل او د مارچ د ۲۴مې ترمنځ د شپې تر دوولس بجو پورې دوام وکړي.

پاکستان ویلي چې دا ګام یې د ښه نیت او د اسلامي اصولو د مراعاتولو په هدف پورته کړی دی.

خو دا یې هم ویلي چې که د پولې پورې غاړې برید، د بې‌پیلوټه الوتکو برید یا په پاکستان کې کوم ترهګریز برید ترسره شي، نو عملیات  به سمدستي او په لا ډېر شدت سره بیا پیل شي.

پاکستان دا اعلان په داسي حال کې وکړ چې نن (چهارشنبې) په کابل کې د هغو قربانیانو د ښخولو لپاره په بلدوزرونو ډله ییز قبر وکیندل شو او جنازې خاورو ته وسپارل شوې چې د دوشنبې په شپه د پاکستان په هوايي برید کې وژل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...