تاند (چهارشنبه د کب – حوت ۲۷مه) د افغانستان د عدلي طب ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د دوشنبې پر شپه د پاکستان په هوايي برید کې له سلو تر دوه سوه پورې جسدونه دې ادارې ته لېږدول شوي دي.
د دې ادارې مشر نجیبالله فاروقي زیاته کړې چې ځینې د زیات سوزېدو له امله نه پېژندل کېږي.
هغه وویل چې جسدونه له پېژندنې پرته هېچا ته نه شي سپارل کېدای او د هغوی د برخلیک په اړه به د طالبانو حکومت پرېکړه وکړي.
فاروقي دا هم تایید کړه چې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
د یادونې وړ ده چې، نن چارشنبه (اکتوبر ۱۸مه/) د کابل سرای شمالي پر یوه تپه د ځینو قربانیانو ډله ییزه جنازه او د مړو خښولو مراسم ترسره شول.
د طالب چارواکو په وینا، هلته ځینې هغه کسان خښ کړل شول چې مړي یې د پېژندنې نه دي یا بشپړ سوزېدلي دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، نن یې د ۷۰ وژل شویو جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلي دي او زیاتوي چې، ځینې یې وړمه ورځ خپلو کورنیو ته سپارلي خو لا هم ځینې مړي په روغتونونو کې دي.
ځینې داسې کورنۍ هم شته چې، لا یې هم د خپل مړي جسد نه دی موندلی او په لټون پسې سرګردانه دی.
دغه برید تېره دوشنبه ماخستن پاکستاني پوځي رژیم په کابل کې د امید په نامه د روږدو کسانو پر روغتون کړی دی، چې په کور د ننه او د باندې یې سخت غبرګونونه درلودل.
د ګډ امنیتي تړون غړیو هیوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې پر دوام اندېښنه وښوده