Homeخبرونهد ګډ امنیتي تړون غړیو هیوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د...

د ګډ امنیتي تړون غړیو هیوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې پر دوام اندېښنه وښوده

تاند (چهار‌شنبه، د کب/ حوت ۲۷ مه) د ګډ امنیتي تړون سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستاني ترمنځ د جګړو زیاتوالی د سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.

دې سازمان هیله څرګنده کړې چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ خبرې بیا پیل شي او اختلافونه د خبرو له لارې حل شي.

په بیان کې راغلي: « د وضعیت هر ډول خرابوالی بې له شکه د سیمې امنیت ته ګواښ دی. د ګډ امنیت تړون سازمان په اوراسیا کې د ثبات پر پیاوړتیا ټینګار کوي او د دې سازمان په دارالانشا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو وروستي بدلونونه له نژدې څارل کېږي. موږ هیله لرو چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ رغنده خبرې پیل شي تر څو اختلافونه حل شي.»

په دې اعلامیه کې چې د روسیې ورځپاڼې ایزوستیا ته لېږل شوې، ویل شوي چې د سازمان غړي هېوادونه په پر له پسې ډول د خپل مسوولیت په ساحه او شاوخوا سیمو کې وضعیت ارزوي.

سازمان زیاته کړې: «په منځنۍ اسیا کې د ګډ امنیت په سیمه کې د چټک غبرګون د ګډو ځواکونو تمرینونه په منظم ډول ترسره کېږي. همدارنګه، د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د بین‌الدولتي هدفمن پروګرام په چوکاټ کې، چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې تصویب شوی، ټاکلې دندې مشخصې شوې او کار پرې روان دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان جنګي الوتکو د همدې اوونۍ د دوشنبې په شپه په کابل کې د «معتادانو د درملنې یو مرکز» بمباري کړ او په ترڅ کې یې تر ۴۰۰ ډېر کسان شهیدان او تر ۲۵۰ ډېر نور ټپیان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...