Homeخبرونهد ټرمپ سلاکار وايي، د جنګ د دوام په صورت کې ممکن...

د ټرمپ سلاکار وايي، د جنګ د دوام په صورت کې ممکن اسراییل بیخي له منځه لاړ شي

تاند (دوشنبه،د کب/ حوت ۲۵ مه) د ډېوېډ ساکس، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د مصنوعي ځیرکتیا او کریپټو (مجازي پیسو) چارو سلاکار دی، خبرداری ورکړی چې که د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه دوام وکړي، ښايي اسرائیل له جدي خطر سره مخامخ شي.

ساکس د جمعې په ورځ په یوه پوډکاسټ کې وویل چې متحد ایالتونه باید د بریا اعلان وکړي او له جګړې ووځي. هغه وویل: «اوس ښه وخت دی چې د بریا اعلان وکړو او له دې جګړې ووځو.»

د هغه په وینا، امریکا د ایران پوځي وړتیاوې کمزورې کړې دي او اوس باید له دې کړکېچ څخه د وتلو لاره ولټوي.

هغه زیاته کړه: «که د جګړې زیاتوالی ښه پایله ونه لري، نو باید فکر وشي چې څنګه تاوتریخوالی کم کړو. زما په نظر د تاوتریخوالي کمول ښايي د اوربند د یو ډول هوکړې یا له ایران سره د مذاکراتي تړون له لارې ممکن شي.»

ساکس همدارنګه خبرداری ورکړ چې اسرائیل د ایران له لوري تر بل هر وخت ډېر تر بریدونو لاندې دی، او دا لا د جګړې د پیل یوازې دوې اوونۍ وتلي دي.

هغه وویل: «که دا جګړه څو اوونۍ نور هم وغځېږي… ممکن اسرائیل په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.»

اسراییلي ورځپاڼې هاآرتص چې د بنیامین نتانیاهو د ښي اړخي حکومت منتقده ده، د ساکس څرګندونې خپرې کړې دي او ویلي یې دي چې اوسنی زیان تر هغه ۱۲ ورځنۍ جګړې کم دی چې د همدې کال د غبرګولي او چنګاښ په میاشتو کې شوې وه.

د دې ورځپاڼې په وینا، په هغه ۱۲ ورځنۍ جګړه کې له ایران څخه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو شمېر ډېر زیات و. که څه هم اوس د خطر زنګونه ډېر غږېږي، خو په هر برید کې د توغندیو شمېر کم وي او د پخوانۍ جګړې پرتله مرګ‌ژوبله، د ودانیو زیان او د ملکي وګړو بې‌ځایه کېدل ډېر وو.

امریکا او اسرائیل د کب په نهمه پر ایران بریدونه پیل کړل. ایران او په لبنان کې د هغه متحد حزب‌الله په ځواب کې پر اسرائیل او د منځني ختیځ په ځینو نورو هېوادونو بریدونه کړي دي.

د دې جګړې له امله هرمز تنګی تړل شوی، نړیوال بازارونه ګډوډ شوي او د تېلو بیې لوړې شوې دي.

خو له بلې خوا د اسراییل د پوځ ویندوی پرون (یکشنبې) وویل چې لا هم په ایران کې زرګونه هدفونه شته چې دوی به پرې بریدونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...