Homeخبرونهیو افغان د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په توقیف کې...

یو افغان د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په توقیف کې مړه شوی

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۲۵ مه) راپورونه ښيي چې د امرکیا په ټیکساس ایالت کې یو پخوانی افغان سرتېری د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په توقیف کې مړ شوی دی. د

 راپورونو له مخې د هغه نوم محمدنذیر پکتیاوال و، چې پخوا یې په افغانستان کې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره کار کاوه.

د بریتانیا ایندیپندنت ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د پکتیاوال له کورنۍ سره خبرې کړې دي. د کورنۍ غړو دې ورځپاڼې ته ویلي چې هغه د کډوالۍ د ادارې له خوا له نیول کېدو یوازې یوه ورځ وروسته مړ شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د افغان کډوالو ملاتړې اداره افغان‌ایواک هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ۴۱ کلن پخوانی افغان سرتېری د یوې شپې او ورځې له تېرولو وروسته په توقیف کې مړ شوی دی.

د افغان‌ایواک مشر شان ون‌دایور ویلي چې پکتیاوال دوه ورځې مخکې هغه مهال ونیول شو کله چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته رسول. هغه له خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره د ډالاس ښار په شاوخوا کې اوسېده.

ون‌دایور ویلي چې پکتیاوال د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۴مه په نامعلومو عواملو مړ شوی دی. تر اوسه امریکايي چارواکو د دې افغان کډوال د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.

ایندیپندنت ورځپاڼې د پکتیاوال د کورنۍ له قوله لیکلي چې هغه د کډوالۍ د توقیف له مرکز څخه خپلو کورنیو ته زنګ وهلی و او ویلي یې و چې ښه احساس نه کوي.

ویل کېږي چې د جمعې په شپه شاوخوا ۱۱:۴۵ بجې هغه د پارک‌لېنډ روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی و. د کورنۍ غړو ویلي چې د بلې ورځې شاوخوا غرمه ورته خبر ورکړل شو چې هغه مړ شوی دی.

ون‌دایور په دې اړه وویل: «دا ډېره غیرمعمولي ده چې یو ۴۱ کلن سالم سړی د حکومت له خوا له نیول کېدو وروسته له یوې ورځې په کم وخت کې مړ شي.»

رویټرز خبري اژانس ویلي چې پکتیاوال په روان میلادي کال کې دوولسم پناه غوښتونکی دی چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په توقیف کې مړ کېږي. تېر کال ۳۱ کسان د همدې ادارې له خوا له نیول کېدو وروسته مړه شوي وو، چې دا د تېرو شلو کلونو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د امریکا د کډوالۍ اداره په امریکا کې د مهاجرو د پراخو ایستلو د پالیسیو په پلي کولو کې مهم رول لري.

محمدنذیر پکتیاوال د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری و چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې یې د امریکا د پوځ له ځانګړو ځواکونو سره کار کاوه. هغه په ۲۰۲۱ کال کې، کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، له خپلې کورنۍ سره امریکا ته ولېږدول شو.

پکتیاوال په یوه افغاني نانوایي کې کار کاوه او د پناه غوښتنې دوسیه یې لا هم تر څېړنې لاندې وه.

ایندیپندنت لیکلي چې د دې موضوع په اړه یې د پارک‌لېنډ روغتون، د امریکا د کورني امنیت وزارت او د کډوالۍ له ادارې د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...