Homeخبرونهپه افغانستان او خیبرپښتونخوا کې ۷ تنه ملکیان وژل شوي

په افغانستان او خیبرپښتونخوا کې ۷ تنه ملکیان وژل شوي

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۲۵ مه) د پاکستاني پوځیانو له لوري په خوست کونړ ولایتونو کې د توپونو د ګولیو د ویشتلو په نتیحه کې د دوو ماشومانو په شمول ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې د خوست د سپېره ولسوالي په افغان دوبۍ سیمه کې له پاکستان څخه د ویشتل شوې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

همداراز پاکستاني پوځیانو د توپ په ګولیو د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالي کې یو تن وژلی او یو کور یې په بشپړ ډول ویجاړ کړی دی.

د ډیورند کرښې له پورې خوا راپورونه وايي چې هلته هم ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنیو وویل چې د یکشنبې په ماسپښین په باجوړ کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

له بلې خوا ملي تلویزیون وايي چې افغان ځواکونو د یکشنبې په ورځ د پکتیکا له برمل ولسوالي څخه د ډیونرد کرښې پورې خوا ته د پاکستان پر یوې پوستې عملیات وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...