Homeخبرونهپه کویت کې د ایټالیايي او امریکايي پوځیانو پر ګډې اډې د...

په کویت کې د ایټالیايي او امریکايي پوځیانو پر ګډې اډې د بې پېلوته الوتکې برید شوی

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۲۵ مه) د ایټالیا پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوې بې‌پیلوټه الوتکې په کویت کې پر علي السالم هوايي اډې برید کړی دی. په دې اډه کې د ایټالیا او متحدو ایالتونو ځواکونه مېشت دي، خو پوځ ټینګار کړی چې د دوی ټول سرتېري روغ رمټ دي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر څو ساعته وروسته وویل چې باور نه لري چې د دې حملې هدف به په مستقیم ډول ایټالیايي پوځیان وو.

د ایټالیا لوی درستیز لوچانو پورتولانو په هغه اعلامیه کې چې پوځ په ایکسپاڼه کې خپره کړې، ویلي دي: «نن سهار په کویت کې د علي السالم هوايي اډه، چې د امریکايي او ایټالیايي ځواکونو او تجهیزاتو کوربه ده، د یوې بې‌پیلوټې الوتکې له لوري برید شوی دی.»

هغه زیاته کړه چې دا بې‌پیلوټه الوتکه «د ایټالیا د عملیاتي هوايي ځواک اړوند د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د ساتلو پر پناهځای ولګېده، چې له امله یې هغه په بشپړه توګه ویجاړه شوه.»

دغه ایټالیايي پوځي چارواکي ټینګار وکړ: «د برید پر مهال ټول ځواکونه خوندي وو او هیڅوک ټپي نه شول.»

همداراز د ایټالیا یوه پوځي اډه د عراق د کوردستان په اربیل ښار کې ده چې د چهارشنبې په شپه ناوخته د بې‌پیلوټه الوتکې برید پرې وشو، خو په هغه پېښه کې هم د چا د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د دولتي تلویزیوني شبکې رای سره په خبرو کې وویل: «موږ له هیچا سره په جګړه کې نه یوو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...