Home+اتومي ایران؛ د افغانستان لپاره ستراتیژیک فرصت که امنیتي خطر؟

اتومي ایران؛ د افغانستان لپاره ستراتیژیک فرصت که امنیتي خطر؟

پوهنیار رباني وحدت

د سیاسي علومو مشهور عالم هنټینګټون په 1996م کال کې د ( تمدنونو ټکر…) تر عنوان لاندې کتاب ولیکه او په هغه کې يې د تمدنونو ټکر تیوري وړاندې کړه. د ده په وینا چې راتلونکي کې به جنګونه د ددو یا یو څو هېوادونو ترمنځ نه، بلکې د تمدنونو ترمنځ وي. د هنټینګټون نظريې او موجوده واقعیتونو ته په کتو ویلای شو، چې پر ایران د امریکاـ اسرائیلو یرغل په حقیقت کې د هېوادونو ترمنځ جنګ نه دی، بلکې دا د اسلامي هېوادونو پر وړاندې  د امریکامتحده ایالتونو په مشرۍ د غربي تمدن د پیل شویو جګړو هغه لړۍ ده، چې په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان باندې د تجاوز څخه پيل او د پلان سره سم يې په افغانستان کې د مرحوم لوی ملا صاحب تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت، په عراق کې د صدام حسین حکومت، په مصر کې د حسن مبارک او ورپسې د دوکتور مرسی حکومت چې اصلي هدف و، په لیبیا کې د قذافي حکومت، په یمن کې د علي عبدالله صالح حکومت، په سوریه کې د بشر الاسد حکومتونه… یو پر بل پسې ونړول، چې بالاخره د ایران نوبت هم را ورسېد.

په همدې اساس، په ایران باندې د صهیونیستي رژیم ( امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو) یرغل د غندنې ترڅنګ؛ د اسرائیلو د هلاکت، د امریکا د سخت شکست او ایران ته د ځلانده بریا او د اوسني نظام د پايښت پلوي غوښتونکی یم. ځکه امریکا او اسرائیل د مسلمانانو د لومړی قبلې ( بیت المقـدس)  عاصبین، د فلسطین د مظلومو وګړو بې رحمه قاتلان او د مسلمانانو لومړی درجه دښمنان دي. د ایران سره د اسلامي اخوت، ګاونډېتوب او په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان سره نسبتا د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو درلودلو سربېره په سیاست کې یوه مشهوره مقوله ده چې وايي: زما د دښمن دښمن، زما دوست دی. بناءً هر څوک چې د غربي تمدن( اسرائیلو او امریکا) پر وړاندې جنګېږي، که نور وس نه وي، د دعا حق راباندې لري.

پښتو کې متل دی چې:«بده ورځ یار نه لري.» که څوک دا فکر کوي، چې که ایران اټومي ځواک څښتن شي، نو د بیت المقدس څخه به اسرائیل پرې وشړي او مظلوم فلسطینیان به د صهیونیستانو له شر څخه خلاص کړي یا به د ایران پرته د نړۍ د نورو مسلمانانو په درد وخوري؛ این خیال است، محال است و جنون. ځکه په همدې روانه جګړه کې ایران داسې پرمختللي توغندي، جنګي وسایل او تکتیکونه وکارول، چې نړۍ یې حیرانه کړه او د صهیونیستان یې په خپل کړي جرم پېښمانه کړل، مګر د فلسطین د حماس مجاهدین یې په دې څو لسیزو نږدې دوستی کې تش لاس پريښي دي او داسې مرسته یې نه ده ورسره کړي، چې له ځانونو عادي دفاع پرې وکړای شي او یا په يرغلګرو ټټر یخ کړي. د حماس مظلوم او غیور مجاهدین په تشو لاسونو يوازې د قوي ایمان او سپيڅلې عقیدې په زور جنګېږي؛ په پرهر پر هر وجود او مات شویو هډوکو د وحشي اسرائیلو ډرون باندې یوازې د لرګينې امساء ګذارونه کوي( د شهید سنوار رحمه الله علیه د لرګي ګذار د صهیونیستانو لپاره ستر پيغام و او د اسلام په تاریخ کې به په زرینو کرښو ثبت وي). حقیقت دا دی چې ایران د فلسطین او حماس جهادي غورځنګ څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه استفاده کړي/ کوي.

که د ایران اټومي پروګرام د امنیتي او جیو پوليټيکي اړخه وڅېړل شي، نو پرته له شکه د اټومي وسلو لرونکی غښتلی ایران د افغانستان په ګټه نه دی، ځکه ایران هم ښه ګاونډی نه دی او د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنو له امله له پاکستان وروسته دوهم مضر هېواد دی. د کورنیو جګړو پر مهال د قومي، ژبنیزو او مذهبي تعصباتو شیندل، د پخوانی شمالي ټلوالې څخه څرګند ملاتړ، د ۲۰ کلن امریکايي اشغال پر مهال پر افغانستان ځواکمن فرهنګي یرغل، په ایران کې د مېشتو افغان مهاجرینو سره ناوړه چلند او په تېرو څه باندې څلورو کلونو په اوږدو کې په جبري ډول د افغان مهاجرینو اخراجول او ګڼ شمېر نورې بېلګې شتون لري چې د دې ادعا حقانیت ثابتوي.

همدارنګه لکه څه ډول چې له پاکستان سره د ډیورند کرښې پرسر تاریخي دعوی، اختلاف او شخړه لرو، په ورته ډول د ایران سره هم د هلمند سیند د اوبو پر سر اوږده او لنجمنه دعوی او اختلاف لرو. ایراني لوری د یادې موضوع په اړه د ۱۳۵۱ کال معاهدې ته غاړه نه ږدي او ان کله کله د زور ژبه او اصطلاح کاروي.

همدارنګه تاریخ او تجربو په اثبات رسولي ده، چې هر هېواد د خپل هېواد د ملي ګټو په پام نېولو سره په نړیوالو اړیکو او نړیوال سیاست کې دوستي او دښمني کوي، چې ښه مرتبط مثال يې ګاونډي هېواد دی. د پاکستان د اټومي وسلو جوړولو او درلودلو ته هم ګڼ شمېر مسلمانان په دې هیله او امید خوشاله وو، چې اسلامي(!) هېواد دی؛ د کفر او اسلام ترمنځ جنګ کې به یادې وسلې د مسلمانانو لپاره ډال وي، مګر د دې پر ځای چې د اسلام په نوم جوړ شوی(!) اټومي هېواد پاکستان، د عربي تمدن د تجاوز د پیل سره سم د افغانستان ترڅنګ ودریدلی وای، برعکس يې امریکا او د هغې متحدینو ته د شمسي او نورې هوايي آډې په واک کې ورکړې او له امریکایانو سره يې د خپلو مسلمانانو په اړه ټول استخباراتي معلومات ښه په اخلاص شریک کړل. همدارنګه د دې پرځای چې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ جنګ کې يې د بیت المقدس دفاع ته را دنګلي وای، د بېچاره فلسطینیانو حمایت او ملاتړ یې کړی وای، برعکس د ټرمپ تش د سولې په نوم بورډ غړی شو؛ ویل کېږي چې د حماس مجاهدینو د بې وسلې کولو ماموریت به ترسره کوي. بناءً په نړیواله کچه هرې ستونزې، پېښې او معظلې ته باید د اسلامي شریعت احکامو او ملي ګټو له زاويې وکتل شي او د هغوی په پام کې نېولو سره غبرګون وښودل شي.

په درنښت

استاد پوهنیار رباني وحدت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...