Home+په روژه کې د ځینو ناروغیو عوامل او حللارې يې

په روژه کې د ځینو ناروغیو عوامل او حللارې يې

لیکنه: ډاکټر ش میره کی

په روژه کې د ځینو ناروغیو عوامل او حل لارې يې دا واضیح ده چې په روژه کې د ژوند کولو سبک بدلېږي، د غذا خوړلو او خوب وختونه هم ورسره تغییر کوي.

د شکرې ناروغان د روژې او هایپوګلیسیمیا (د وینې ټیټ شکر) ترمنځ د اړیکو له امله، د شکر ناروغۍ خلک د ډیرو زیان منونکو ډلو څخه دي. په هرصورت، څیړنې ښودلې چې د شکر ناروغۍ ناروغان کولی شي د لومړني تغذیې او د ډاکټرانو سپارښتنو سره روژه ونیسي او د دوی په ناروغۍ مثبت اغیزه ولري. مګر د شکرې ځینې ناروغان انسولین ته اړتیا لري او د ډاکټر له اجازې پرته روژه نشي نیولی. ډاکټر تاسو سره مرسته کوي پرته له کومې ستونزې روژه ونیسئ د کارول شوي درملو دوز تنظیمولو او د خواړو ټاکلو سره.

سر دردي، د معدې مشکلات، بې خوبي، بې حالي او د بدن لږ فعالیت هغه موارد دي چې روژه‌نیونکي ورسره د روژې په میاشت کې مخ کېږي. موږ کولای شو داسې ستونزې درک او حللارې ورته وګورو.

د روژې سر خوږی

د روژې په میاشت کې ډېری اشخاص د سرخوږي او یا هم میګرین باندې اخته کېږي. دا کېدای شي بېلابېل عوامل ولري، لکه ولږه، بې خوبي، د وینې لوړ فشار، سګریت څکول، د قهوې زیات څښل او په بدن کې د معایاتو کمښت.

په روژه کې د سردردۍ د مخنیوي لپاره ښه ده د تورو چایو پرځای شین چای ډېر وڅښئ او هڅه وکړئ د ماښامه تر پیشلمي څو ګیلاسه وڅښئ.

همدارنګه د لمر له وړانګو څخه ځان وساتئ، هغوی چې سګریت څکوي، نو دا يې د پرېښودلو ښه میاشت ده، باید پرېږدي.

له مایعاتو ډېره استفاده وکړئ او ترڅنګ يې هغه غذايي مواد وخورئ چې، کاربوهایدریت ولري څو بدن مو انرژي ولري او له دې سره، سره هڅه وکړئ چې، په پېشلمې کې له ۳۰ تر ۵۰ ګرامو غوښه هم وخورئ، نو له سر دردۍ به ژغورل شوي یاست.

په روژه کې خوب

په روژه کې د نورو مواردو سربېره د خوب مهالوېش هم تغییر کوي.خوب که نامنظم شي او بې خوبې رامنځته شي، لږ خوب د بې حالۍ او خستګۍ سبب ګرځي او دا چاره مو د سرخوږي لامل هم کېږي.

د دې ښه حل لاره همدا ده چې د شپې لخوا وختي ویده شئ، څو پیشلمي ته وخته راپاڅېږئ، همدارنګه له پېشلمي څخه وروسته ژر مه ویده کېږئ دا چاره مو د بدهضمۍ سبب ګرځي او دا مو د خوب کیفیت خرابوي.

د پیشلمي وروسته هڅه وکړئ خپل کارونه او مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړئ او په ارامه فکر مو خوب ځای ته ورشئ.

روژه او ورزش 

ډېري په دې عقیده دي چې د روژې په میاشت کې باید سپورټ ونشي، ځکه دا حالت د ولږې او تندې سبب ګرځي، خو که په روژه کې سپورټ ونشي دا د چاغوالي او نورو ستونزو سبب ګرځي.

هڅه وکړئ لکه د نورو ورځو په شان په روژه کې سخت تمرینات مه ترسره کوئ خو کولای شئ ډېر په دقت منظم ورزش وکړئ.

ارامه منډه، پیاده مزل او د بدن ټولو غړو ته مناسب حرکات ورکول د روژي د میاشتې ښه تمرینات دي.

هغوی چې د روژۍ په میاشت کې سپورت کوي ښه ده چې، ډیر مایعات ، مېوه او سبزیجات وخوري.

په روژه  کې د معدې او پښتورګو درد

د معدې درد او د پښتورګو ناروغي یوه بله مسئله ده چې د روژې په میاشت کې ورسره روژه داران مخامخ کېږي.

نامنظم خوراک او له خوراک څخه وروسته دستې خوب کول د معدې د درد باعث ګرځي او همدارنګه په بدن کې د مایعاتو کمښت د پښتورګو د درد لامل ګرځي.

د معدې د درد د مخنیوي لپاره ښه ده څه په پیشلمي کې مخکې له ډوډۍ خوړلو یوه قاشوغه شات وخورئ او ترڅنګ يې د خامو سبزیجاتو پرځای پاخه  وخورئ ترڅو د معدې له درده خلاص اوسئ.

د پښتورګو د ستونزو د مخنیوي لپاره ښه دی چې له ماښامه تر پیشلمي د مایعاتو، سبزیجاتو او میوو څخه استفاده وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...