Home+د امریکا جګړې او د ملګرو ملتونو چوپتیا| ذبیح‌الله افغان

د امریکا جګړې او د ملګرو ملتونو چوپتیا| ذبیح‌الله افغان

 د زور سیاست او د نړیوال قانون ننګونه

په معاصر نړیوال سیاست کې د ځواک او قانون ترمنځ اړیکه تل د بحث وړ موضوع پاتې شوې ده. که څه هم د نړیوالو سازمانونو د جوړېدو هدف دا و چې د هېوادونو ترمنځ جګړې کمې او نړیوال نظم ټینګ شي، خو په عملي ډګر کې لا هم ځواکمن هېوادونه کولای شي د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره پوځي ځواک وکاروي. په دې لړ کې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه د نړیوال سیاست د همدې تضاد یو څرګند مثال ګڼلی کېږي. دا شخړه یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلاف نه دی، بلکې د نړیوال نظم، نړیوال قانون او د ځواک د سیاست ترمنځ د ټکر یوه مهمه بېلګه ده.

نړۍ تر بل هر وخت نن ډیره څنګله ته ورته شوې، د امریکا له لوري د بې معنا او زور د سیاست اعمال ددې ښکارندوي کوي چې هېڅ نړیوال قانوني نظام د قدرت پر وړاندې مسول ځواب ویونکی نه دی بلکي‌ د خپلو شومو سیاستونو د ترسره کولو لپاره د نړۍ په هر ګوډ کې د جګړې اور بلولی شي. پر ایران د امریکا وروستۍ برید د ځنګله د قانون د رښتیني ماډل تر ټولو ښه مثال ګنلی شو چیرته چې خبرې او دیپلوماسي یوازې د قانوني حکومتونو او ملتونو لپاره د تیر ایستلو او د پوځي تیري لپاره د بشپړې تیارسۍ په موخه کارول کیږي. پر ایران کې د انقلاب له بریا وروسته د امریکا او ایران اړیکې ترینګلې شوې، ایران په پوره ځيرکتیا له پوځي اړخه پر ځان پانګونه وکړه او په سیمه کې ټولو هغو هېوادونو ته چې د امریکا پر پوځي اډو به نازیدل وښودل چې امریکا د باور وړ ملګرې نه ده او د نیاباتي جګړو تر ټولو ستره ځاله ده. د امریکا او اسرایلو ګډ پوځي تیری د فیبروي په ۲۸ نېته پر ۲۰۲۶ کال کې پیل. د یادونې وړ ده چې یوازې د برید په ۱۲ ساعتونو کې نږدې ۹۰۰ هوایي بریدونه ترسره شول چې موخه یې په ایران کې د توغندیو پر سیستمونو، د هوایي دفاع پر رادارونو، پوځې اډې او حکومت لوړپوړي چارواکي وو. امریکا تل ایران د اتومي وسلو پر جوړولو ګواښلی په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او نړیوالو ترمنځ اټومي تړون چې د JCPOA په نامه یادیده وشو، خو دا چې امریکا په سیمه کې د شر د سیاست لوری خپل کړی وا او نه یې غوښتل چې نړۍ او سیمه باثباته وي نو په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړون څخه ووتله. له دې پېښې وروسته هر ډول مذاکرات بې پایلې شول او تاوتریخوالي په زیاتیدو شو. دا ښکاره حقیقت دی چې هر مشروع او آزاد  نظام د خپل ځان د ساتنې په موخه ددې حق لري چې له ځان نه د دفاع لپاره خپل ځان پیاوړي کړي، امریکا د زور د سیاست په اډانه کې تل ددې هڅه کړې چې د نورو هېوادونو د پیاوړتیا مخ ډب کړي او یوازې ځان ته د هر ډول تیر کړلو اجازه ورکړي. هغه تیری چې نوم یې له تروریزم سره مبارزه ده او په دې وروستېو کې ددې نامه شاته د امریکا د سیاستونو پټه څېره ټولې نړۍ ولیده. دا معلومه شوه چې د همدغه پدیدې مبارزین تر ټولو ډير ددې ملاتړي ثابت شوي دي. امریکا وايي، د ایران اوږد واټن توغندي د امریکا د متحدینو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی، دا هغه د مطلق اسبتداد او قدرت نښه ده چې په نړۍ کې له امریکا پرته بل هېڅ هېواد ددې حق نه لري چې ځان نه دفاع وکړي.

په ورستیو کې د امریکا له لوري د نړې په ګوډ ګوډ کې د دوی د پټو او ښکاره بریدونو د هغو سازمانونو شتون چې موخه یې نړیوالې سولې ته نژدیتوب او راوستل وو،  تر بشپړې پوښتنې رانه راویستلو، او د دوي حیثیت یې په پوره معنا له منځه یوړولو، د ملګرو ملتونو د منشور اړوند هېڅ هېواد ددې حق نه لري چې د یوه بل هېواد پر مشروع او قانوني حکومت یرغل وکړي او په پراخه توګه یې غیر نظامیان تر بریدونو لاندې راولي. خو امریکا د ټولې نړۍ تر سترګو لاندې دا ډول کړنې ترسره کړې او ترسره کوي یې.

د امریکا او ایران له شخړې سیمه د لسیزو خوب نه بیدره شوه، هغه خوب چې امریکا یې د ځمکې او هوا د بشپړ امنیت او ساتنې ډاډ ورکړي وا. د امریکا له برید وروسته په سیمه کې تر ډیره په عربی هېوادونو د ایران دفاعی بریدونو ددې هېوادونو مشرانو ته ورښودله چې د سختې جګړې پر مهال امریکا یوازې د ځان په اړه فکر او عمل کوي. د سیمې پر هېوادونو امریکا د میلیونونو ډالرو وسلې پلورلې وي، هغه وسلې چې د جګړې او توغندیو پر وړاندې پاتې راغلی، او لیدل کیږي چې بیا ځلې باور کړل پرې خورا ناممکن وبریښي.

د روانې جګړې نه داسي بری‍ښی چې د امریکا اوسنۍ ولسمشر د اسرایلو د موخې ښکار شو، د ایران ځواکمن مقاومت او ایراني ولس پیاوړي راپورته کیدل ددې ښکارندوي‌ کوي‌ چې نه امریکا د ایران د حکومت د بدلون توان لري او نه ددې توان لري چې د جګړې لوری د خپل پلان اړوند بدل کړي. د امریکا د حکومت له بې ثباته دریځو په ښکاره معلومیږي چې ددې جګړې د مدیریت بشپړ توان یې خورا کمروزی شوی او د نفتو د لوړ قیمت له کبله ددې هڅه کوي چې ژر دې جګړې ته د پای ټکی کیږي.

په سیمه او نړۍ کې مخکې له دې چې دا جګړه پیل شي د دې جګړه نه باخبره حکومتونو د جګړې ښکیلو هېوادونو ته د جګړې د اغیز اړوند خبرداری ورکړي وا، تر ټولو ښکاره پیغام دې چین هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په ژبه وړاندې شو. لین جیان زیاته کړه، چین د امریکا او اسرایلو له لوري پر ایران د پوځي بریدونو په اړه ژوره اندیښنه لري. د ایران حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوي وشي، چین د پوځي اقداماتو سمدستی دریدو، د کړکیچ د لا پراخیدو مخنیوي، د خبرو اترو بیا پیل او د منځني ختیځ په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د هڅو پر دوام او ټنګیدو تاکید لرلو. د ویاند دفتر په ځلونو له جګړې وروسته په خپلو خبرو کې په دې خبره استدلال کولو چې جګړې هېڅ وخت له ځان سره ګټه نه ده راوستې، د جګړې له پیله تر اوسه چین په سیمه او نړۍ کې د جګړې مخالفت کړی او د ديپلوماسۍ او خبرو اترو پر لارو یې تمرکز درلودلی دی.

په نړۍ کې د نفتوتو له لوړیدو سره جوخت حتآ د جګړې پیل کوونکې امریکا له خپل پخوانی دریځ نه په شا د تللو هڅه کوي، د دې پراخ احتمال دی چې روانه جګړه پر اسرایلو وتپي او نړۍ ته داسي وښایی چې جګړه دوي‌ پیلوله. د هورمز له تنګي د نفتونو نه انتقال به ډیر ژر دوي د چین پخوانی دریځ ته واړوي چې اساس یې خبرې او ديپلوماسي وي خو لیدل کیږي چې بیا به ډيره ناوخته وي.

له بلې خوا د منځني ختیځ ډېری هېوادونه، په ځانګړي ډول عربي هېوادونه، هم د دې کړکېچ له اغېزو خوندي نه دي. ډېری دغه هېوادونه د امریکا له پوځي ملاتړ او وسلو څخه استفاده کوي او د خپلو امنیتي ستراتیژیو بنسټ یې د امریکا پر ملاتړ ولاړ دی. خو کله چې په سیمه کې د جګړې خطر زیاتېږي، دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا دغه ملاتړ به په عملي ډول د دوی امنیت تضمین کړي که نه. د همدې شکونو له امله ځینې هېوادونه هڅه کوي چې خپل دفاعي سیاستونه بیا وارزوي.

په نړیوال سیاست کې د ځواک کارول نوی موضوع نه ده، خو هغه څه چې نن ورځ د اندېښنې وړ دي هغه د نړیوال قانون د کمزوري کېدو احتمال دی. که نړیوال اصول یوازې پر کمزورو هېوادونو تطبیق شي او ځواکمن هېوادونه له حساب ورکولو پرته عمل وکړي، نو نړیوال نظم به د بې ثباتۍ پر لور ولاړ شي. له همدې امله ډېری سیاسي شنونکي باور لري چې نړیوال سازمانونه باید اصلاح شي څو وکولای شي د نړیوال قانون پلي کېدل تضمین کړي.

په پایله کې ویل کېدای شي چې د امریکا او ایران شخړه یوازې یوه سیمه‌ییزه لانجه نه ده، بلکې د نړیوال سیاست د لویو بدلونونو نښه هم ده. دا کړکېچ ښيي چې نړیوال نظم لا هم د ځواک د سیاست تر اغېز لاندې دی او د نړیوال قانون عملي کول له جدي ننګونو سره مخ دی. که نړیواله ټولنه غواړي چې د جګړو او کړکېچونو مخه ونیسي، نو اړتیا ده چې د دیپلوماسۍ، خبرو اترو او متقابل درناوي پر اصولو ولاړ یو عادلانه نړیوال نظام رامنځته کړي. تر هغه وخته چې ځواک د قانون پر ځای لومړیتوب ولري، د نړۍ بېلابېلې سیمې به د سیاسي کړکېچونو او جګړو له خطر سره مخ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...