تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۲ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ اعلان کړی چې د اسرائیل او امریکا له خوا پر ایران د بریدونو له پیله، په دې هېواد کې دننه شاوخوا ۳.۲ میلیونه کسان بېځایه شوي دي.
دې ادارې د پنجشنبې په ورځ (۲۱ کب/ حوت) وویل چې دا شمېر ښايي د جګړې د دوام له امله نور هم زیات شي.
کمېشنرۍ زیاته کړې چې د خلکو د بېځایه کېدو له زیاتېدو سره د هغوی د بشري مرستو اړتیاوې هم په اندېښمنوونکې ډول لوړېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په خبرپاڼه کې ویلي چې دا اټکل د هغو کورنیو د لومړنیو ارزونو پر بنسټ شوی چې د جګړې له امله له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
په وروستیو ورځو کې ایراني رسنیو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو داسې تصویرونه خپاره کړي چې ښيي یو شمېر خلک د خپلو کورونو د زیانمنېدو یا بشپړ ویجاړېدو له امله له خپلو استوګنځایونو وتلو ته اړ شوي دي.
همداراز داسې تصویرونه هم خپاره شوي چې د چاودنو د څپو له امله د ځینو کورونو شیشې ماتې شوې دي، او ځینو اوسېدونکو لیکلي چې حتا د زیانمن شویو شیشو د بدلولو مالي توان هم نه لري.