Homeخبرونهپاکستاني الوتکو یو وار بیا پر کابل، کندهار او پکتیا بمباري کړې

پاکستاني الوتکو یو وار بیا پر کابل، کندهار او پکتیا بمباري کړې

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۲ مه) د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې نن شپه (جمعه) غالباً پاکستاني جنګي الوتکو د دې ښار پر ځینو سیمو الوتنې او بمبارۍ کړي دي.

د پُلچرخي په سیمه کې د جلال په نوم یوه تن تاند ته وویل چې څو شېبې مخکې، د دوی کور ته په نژدې ساحه کې بمباري وشوه خو پوی نه شو چې د بمبارۍ هدف څه و.

ځینو نورو رسنیو ویلي چې له کابل سره هممهاله په کندهار او پکتیا ولایتونو کې هم بمباري شوې ده.

په کندهار کې د بمبارۍ هدف قول اردو او د کندهار نړیوال هوايي ډګر ښوول شوی دی.

همداراز راپورونه وايي چې په پکتیا کې ځینې سیمې بمباري شوې دي.

دا بمبارۍ وروسته له دې کېږي چې په آی ایس آی پورې څو تنو ظاهراً تړلو ملایانو کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له چارواکو سره یې خبرې وکړې. د هغوی د خبرو جزییات لا څرګند شوي نه دي. او د پاکستان حکومتي سرچینو خپلو رسنیو ته ویلي وو چې دوی کابل ته کوم رسمي پلاوی نه دی لېږلی خو باور کېږي چې پاکستان غوښتل د دې پلاوي په وسیله معلومه کړي چې ایا د تېرو څه باندې لسو ورځو بمباریو او جګړو د افغان طالبانو دریځ څومره بدل کړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې پرون پاکستاني رسنیو ادعا وکړه چې د چین د منځګړتوب له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو شدت کم شوی دی او په وروستیو درو ورځو کې د پاکستان له لوري پر افغانستان بمباري نه ده شوې.

پر کابل، کندهار او پکتیا د پاکستان د شپې د بمبارۍ د جزییاتو په اړه د افغانستان د طالبانو حکومت د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...