Homeخبرونهکه منظم سپورت ته وخت نه لرئ، دا کار وکړئ

که منظم سپورت ته وخت نه لرئ، دا کار وکړئ

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۲ مه) که ستاسو په بوخت ژوند کې د ورزش لپاره وخت نه پیدا کېږي، نو داسي لنډ بدني فعالیتونه هم شته چې تاسو روغ او تکړه (قیټ) ساتي.

د کاناډا په ټورنټو پوهنتون کې د یوې څېړنې له مخې، په ورځ کې یوازې ۲ دقیقې په زینو کې ژر ژر پورته – ښکته کېدل د زړه او تنفسي سیستم په ښه کولو کې مرسته کوي. سربېره پر دې، دا کار د اوږدې مودې ناستې منفي اغېزې هم کموي.

په دې څېړنه کې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو عمر لرونکي ۱۲ کسان شامل وو. هغوی ته سپارښتنه شوې وه چې د ورځې په اوږدو کې له هر ۳۰ دقیقو ناستې وروسته پورته شي او ۲ دقیقې مزل وکړي یا پر زینو وخېژي. له شپږو اوونیو وروسته د دغو کسانو په ایروبک فټنس او د پښو په ځواک کې د پام وړ ښه والی ولیدل شو.

د څېړونکو په وینا، په دفتر یا کور کې دا ډول لنډ بدني فعالیتونه د عضلو په رغېدو او پیاوړتیا کې هم مرسته کوي او د اوږدې ناستې له امله د لوړې وینې شکر او کولېسټرول خطر کموي.

څېړونکي وايي چې هر هغه فعالیت چې د زړه درزا لوړوي، که څه هم یوازې یوه یا دوه دقیقې دوام وکړي، د ورزش ګټې لرلای شي.

1 COMMENT

  1. واقعيت دي په زينوکې ختل پښوته ډيره انرژي ورکوي ماته ډاکتر څوډوله ايکسي سايز راکړې چې يو د زينو دي د زينی په يوه پټه کې ودريږي بيا پښه په بله زينه کې کيږدي دوهمه پښه هم په لوړه زينه کې کيږدي لومړې پښه بيرته په کښته زينه کې کښيږدي اوبيا دوهمه دغه ډول حرکت چې هرڅومره کولاي شي وکړي په ډيره کمه موده کې به احساس کړي چې ستاسو پښو ته څومره فايده رسولي ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...