Homeخبرونهچارواکي وايي چې د وسلو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید او ترمیم...

چارواکي وايي چې د وسلو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید او ترمیم فابریکې یې جوړې کړې دي

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۲ مه) د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمدالله متقي، په د پنجشنبې په ورځ، په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت اردو د وسلو او بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د تولید او ترمیم فابریکې جوړې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي چې دفاع وزارت د هوايي دفاع یو شمېر سیستمونه بیا فعال کړي او د پاکستان پر ضد په نښتو کې یې کارولي دي.

طالبانو ادعا کړې چې د اوږد واټن هوايي دفاعي تجهیزات یې هم ترمیم کړي، چې د جنګي الوتکو او ډرونونو پر وړاندې کارول کېږي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دفاع وزارت د پوځي تجهیزاتو او تخنیکي خدماتو لپاره څو مرکزونه جوړ کړي دي. دغه مرکزونه د سپکو او درنو وسلو او زغروالو وسایطو د برابرولو مسوولیت لري.

د راپور له مخې، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسلو او مهماتو د تولید څو فابریکې هم جوړې شوې دي. طالبانو ویلي چې د دې فابریکو هدف دا دی چې د خپلو پوځی تجهیزاتو د وارداتو اړتیا کمه کړي.

د دفاع وزارت ځینو متخصصانو ویلي چې دوی د روسي ټکنالوژۍ ځینې برخې، لکه د هدایت سیستمونه، برېښنایي پُرزې او د هوايي دفاع تجهیزات، ترمیم او بېرته فعال کړي دي.

د راپور له مخې، دفاع وزارت نوي ترمیم شوي تجهیزات او سیستمونه په کابل او سرحدي سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.

تر دې مخکې فوربس مجلې په یوه راپور کې لیکلي وو چې افغان طالبانو د پاکستان پر ضد په جګړه کې د نسبتاً ساده ډیزاین لرونکي ډرونونه د خپلې اصلي وسلې په توګه کارولي دي. د راپور له مخې، دغه لنډ واټنه بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان پر ضد په بریدونو کې کارول شوي او دا عملیات د پاکستاني طالبانو په همغږۍ ترسره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...